ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Oct 2016 - 11:11
په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Oct 2016 - 11:11

ترينکوټ- کندهار- مهترلام (پژواک، ١٩ تله ٩٥) چارواکي وايي چې په اروزګان، کندهار او لغمان ولايتونو کې د امنيتي پېښو له امله لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وايي چې تېره شپه ناوخته د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په څلور ساعته جګړه کې ۲۶ طالبانو او درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي .

د سرحدي په وينا، وسله والو طالبانو تېره شپه يو ځل بيا د ښار پر چرمګر او تالاني سيمو بريدونه کړي وو، خو د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او تر څلورو ساعتونو سختې نښتې وروسته پر شا شول.

ده وويل چې په دې نښتو کې يو پوليس هم وژل شوى او دوه نور ټپیان دي.

هغه وايي چې وسله وال طالبان به هېڅکله ونه توانېږي چې ترينکوټ ته داخل شي؛ ځکه چې امنيتي ځواکونه له ښاره د دفاع بشپړ توان لري.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د شاوليکوټ ولسوالۍ د کندلانو په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو تصفيوي عمليات کړي چې په پايله کې يې شپږ وسله وال وژل شوي او دوه يې ټپي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې د وسله والو دوه بايفور موټر، يو سراچه موټر او يو موټرسايکل ويجاړ شوي دي.

خپلواک دغه راز وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو د دې ولسوالۍ د کېخي کوتل په سيمه کي د ملي پوليسو پر امنيتي پوستې بريد کړى، له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ملکيان ټپيان دي.

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې وسله والو مخالفينو په بادپښ کې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو‌.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري تر درې ساعته نښتې وروسته د اتو مخالفو وسله والو پر مرګ ژوبلې دغه بريدونه پر شا وتمبول شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.