اسعداباد(پژواک،١٩تله٩٥): په کونړ کې د څه باندې ٦١ميليونو افغانيو په لګښت د سالار تاريخي کانال د بيارغونې چارې پيل شوې.
د سالار تاريخي کانال چې د سپه سالار غلام حيدر خان لخوا د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و د کورنيو جګړو له امله يې ډيره برخه زيانمنه شوې وه.
خو د تلې په ١٩مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل چې دغه کانال به د دوو کلونو په موده کې د اوبو او برېښنا وزارت په تخنيکي مرسته بېرته ورغول شي.
هغه وويل چې دغه کانال ٢٢ کيلومتره اوږدوالى او څلور متره پلنوالى لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې کانال مالي لګښت ٦١،٣ ميليونه افغانۍ کيږي چې د نړيوال بانک له لوري ورکول کيږي.
ده زياته کړه: (( هغه ځمکې چې اوس شاړې پرتې دي د دې کانال په جوړېدو سره به بېرته اوبه پيدا کړي او زراعتي ځمکې به شي.))
کلميزي له خلکو غوښتنه وکړه چې د پروژې د پلې کيدو پرمهال له دوى سره مرسته وکړي.
په کونړ کې د اوبو لګولو ادارې مشر رشيدالله زلمي وويل چې دغه کانال به په اساسي توګه ورغول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې کانال په بېرته جوړېدو سره به ١٢ سوه هکتاره ځمکه خړوبه شي او نږدې لس زره کورنۍ به ترې کټه پورته کړي.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدغفار پژواک ته وويل: (( موږ ډير خوښ يو چې دغه کانال بېرته جوړيږي.))
هغه وويل چې خلک به د کانال او د کانال د انجنيرانو د امنيت په ساتنه کې پوره مرسته وکړي ترڅو څوک ورته کومه ستونزه پيدا نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن