ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې له اتو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

د پکتیکا د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې له اتو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

author avatar
11 Oct 2016 - 12:08
د پکتیکا د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې له اتو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي
author avatar
11 Oct 2016 - 12:08

ښرنه (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې له څو کلونو راهيسې د اتو ښوونځيو د ودانیو د جوړولو چارې د نا معلومو دلايلو له مخې نيمګړې پاتې دي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې د علي بابا لېسې د دوولسم تولګي زده کوونکي محمد کريم د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دوی د لېسې د ودانۍ چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((پنځه کاله مخکې زموږ د مکتب د جوړېدو تړون لاسليک شو خو تر اوسه يې نيمايي کار شوى دى خو معلومه نه ده چې ولې يې نور کار ولاړ دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لېسه د پکتيکا د پوهنې رياست په پنځوس مترۍ کې ده خو اړوند چارواکي يې د جوړونې لپاره اقدام نه کوي.

دغه راز د يوسف خېلو اوسېدونکي برات خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د فاطمة الزهرا لېسې چارې هم نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((دا د نجونو مکتب دى، درې کاله مخکې يې جوړېدل شروع شول خو دا اته کاله کېږي چې هېڅ چا په کې کار نه دى کړى.))

ده وويل چې د دې لېسې د احاطې دېوال د يوې برخې تر څنګ د ځينو خونو چارې هم نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي چې په دې برخه کې د پوهنې د برخې چارواکي پړه دي، ځکه پر قراردادي شرکتونو يې فشار نه دی راوړى څو د دې پروژې چارې پر خپل وخت کې بشپړې کړي.

په ښرنه کې د مدنې ټولنې غړي څاروان پژواک ته وويل چې په يوسف خېلو، جاني خېلو، ښرنې، وازې خوا، اورګون او زېړوک ولسواليو کې د شلو ښوونځيو د جوړونې چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((زياتره قرارداديان نشته دي، کارونه يې په نيم کې پرېيښي او خپله تللي دي.))

دغه راز د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيکا استازي عبدالحق فقيرزاده هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر شلو د ډېرو ښوونځيو چارې نيمګړې پاتې دي.

خو ده وويل: ((دغه قرادادونه ډېر يې خارجيانو ورکړي او بيا يې پوښتنه نه ده کړې نو ځکه نيمګړي پاتې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.