جلال اباد (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د ننګرهار چارواکو يو ځل بيا ادعا کړې چې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د داعش ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اچين او هسکه مېنه ولسواليو کې د شفق سيلاب په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره روان دي.
هغه زياته کړه چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې په يادو ولسواليو کې د داعش ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي وويل چې د اچين په باندر سيمه کې ١٢ او د هسکې مېنې ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي.
د خوږياڼي په وينا، په وژل شوو داعشيانو کې د عثمان په نوم د دې ډلې يو قوماندان هم شامل دى.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو وړ ده، په ننګرهار کې د داعش ډلې له حضور سره سم هره ورځ په بې پيلوټه بريدونو کې د داعش وسله والو د وژل کېدو راپورونه خپرېږي؛ خو تر اوسه په سيمه کې خپلواکو سرچينو دا خبرونه نه دي تاييد کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن