مهترلام (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د لغمان چارواکي وايي چې د مهترلام ښار اړوندو سيمو کې د نن سهار په جګړو کې ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته په شاوخوا پنځو بجو وسله والو مخالفينو د الينګار په استقامت د مرکز اړوند د ميدانيو، هرمل او بي بي هاجرې پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې وسله وال مخالفين د ملي دفاعي ځواکونو له ځوابي بريد او سخت مقاومت سره مخ شول چې په پايله کې يې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ځواک په خبره، په دغه دوه ساعته جګړه کې د نقيب الله مشهور په جلالي او د نسيم په نومونو د وسله والو دوه مشهور قوماندانان او د خانزاده په نوم يو بل غړی يې وژل شوي او د دې تر څنګ نهه تنه نور ټپيان دي.
د والي وياند وايي چې په دې نښته کې د سيمه ييز پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او درې تنه نور برسېرن ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د همدې جګړې پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري دوه د هاوان مرمۍ د ميدانيو په سيمه کې د کورونو تر څنګ لګېدلي چې له امله يې لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ځواک وويل، ټپيان چې اکثر يې ماشومان دي، ملکي روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دا څويم ځل دى چې وسله وال طالبان په ياده سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.
د احمدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو پر پوستې سخته جګړه کړې او ويل کېږي چې پوسته يې سوځولې ده.
د هغه په وينا، په جګړه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن