جلال اباد (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): چارواکي وايي چې ډېر ژر به په ننګرهار ولايت کې د سعودي عربستان د ٥٠٠ ميليونه ډالرو په مرسته د نړيوال اسلامي پوهنتون چارې پيل شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اسلامي پوهنتون د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه په زر جريبه ځمکه کې جوړېـږي.
هغه زياته کړه چې په دغه پوهنتون کې به د افغانستان په ګډون د نورو اسلامي هېوادونو محصلين هم د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې کوي.
خوږياڼي وويل چې نن د ولايت د مرستيال محمدحنيف ګرديوال په مشرۍ د دغه پوهنتون د جوړېدا په اړه تدابيري غونډه جوړه شوې وه.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت استازو، د پوهنتون مسوولينو، د ولايتي شورا استازو، د امنيتي ځواکونو قوماندانانو، د بټي کوټ، کوټ او روداتو ولسواليو امنيه قوماندانانو، ولسوالانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو برخه لرله.
د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال وويل چې د ننګرهار د خلکو او ولايتي ادارې په هڅو په ننګرهار ولايت کې دغه اسلامي پوهنتون منظور شوی او ژر دی چې د جوړېدو عملي کارونه يې هم پيل شي.
د هغه په وينا، دغه پوهنتون په نړيواله کچه جوړېږي چې د هېواد پر بچيانو سربېره د نورې اسلامي نړۍ ځوانان به هم په کې زده کړې کوي.
ګرديوال وويل چې د دغه پوهنتون د جوړېدو په مراحلو کې به د نورو سيمو تر څنګ د رودواتو، کوټ او بټي کوټ ولسواليو ځوانانو ته د کار زمينه برابره او اقتصاد به يې پياوړی شي.
ده د ټولو امنيتي ادارو، د يادو لسواليو له خلکو او مدني فعالانو څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون په جوړېدو کې همکاري او ملاتړ وکړي.
ګرديوال د شرکت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې د ياد پوهنتون د جوړېدو چارې په معياري توګه پيل کړي.
د لوړو زده کړو وزارت استازي پوهاند امين وويل چې د لوړو زده کړو وزارت پلان لري چې سږ کال په کندهار کې د کرنې نړيوال پوهنتون او په ننګرهار کې نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې پيل کړي.
نوموړي زياته کړه، د دغه اسلامي پوهنتون جوړولو لپاره يې لسګونه کاله وړاندې هم هڅې پيل شوې وې چې د يو لړ ستونزو له امله په ګاونډي هېواد پاکستان کې جوړ شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن