جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د ننګرهار ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د درمل پلورونکو اتحادیې له لورې لس ټنه درمل را ټول او د تلې په ۲۱مه له دغه ولایت څخه کندوز ولایت ته واستول شول .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، د ولایت مقام په لارښوونه یې د جلال اباد ښار درمل پلورونکو اتحادیې په مرسته لس ټنه درمل را ټول او د یوه رسمي لیک په ترڅ کې کندوز ولایت ته د لیږد په موخه برابر کړي دي .
نوموړي زیاته کړه،د درمل پلورونکو اتحادیې له لورې ټول هغه درمل را ټول شوي،چې د بېړنیو پېښو پر مهال ورته اړتیا موندل کیږي .
د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وویل، د کندوز ولایت د عامې روغتیا رئیس سره یې خبرې کړي او هغه ترې د درملو د مرستې غوښتنه کړې وه .
نوموړي د عامې روغتیا رئيس او درمل پلورونکو اتحاديې له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د درملو په را ټولیدو او کندوز ولایت ته په لیږد کې یې همکاري وکړه .
هغه وایي د ګڼ شمېر نورو ځوانانو سره یې هم خبري کړي،ترڅو د کندوز ولایت د زیانمنو کورنیو سره په نورو برخو کې مرستې وکړي .
د درمل پلورونکو اتحادیې مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وویل، د کندوز ولایت په وروستیو پېښو د ننګرهار ولسونه غمجن دي او د انساني همدردۍ له مخې ورسره یاده مرسته هم وکړه .
جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان هم ډاډ څرګند کړ،چې په ورته مرستو چمتو کولو کې به هر ډول همکاري وکړي .
د ختیځ زون د علماؤ شورا رئیس مولوی حمیدالله هم د اسلام له نظره یاده کړنه یو نیک ګام وباله او ټینګار یې وکړ،چې د همدردۍ او مرستو دغه لړۍ دې د هېواد په کچه وغځول شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن