ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: همپالنه او له حکومت سره د خلکو همکاري د افغانستان خوندیتوب تضمینوي

ډاکتر عبدالله: همپالنه او له حکومت سره د خلکو همکاري د افغانستان خوندیتوب تضمینوي

author avatar
12 Oct 2016 - 13:26
ډاکتر عبدالله: همپالنه او له حکومت سره د خلکو همکاري د افغانستان خوندیتوب تضمینوي
author avatar
12 Oct 2016 - 13:26

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د افغانستان د حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې ترهګرې ډلې هېڅ اسلامي ارزښت ته احترام نه لري او له خپلو نړیوالو ملاتړو سره یو ځای ښکاره هڅه کوي څو د افغانستان د خلکو ترمنځ نفاق او بېلوالی رامنځته کړي خو هېڅکله به په دې هڅه کې بریالي نه شي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د اجرایه ریاست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د اجرایه رییس له خوا د سخي پر زیارت د بريد د غندلو تر څنګ ویل شوي چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د اسلامي او قراني ارزښتونو خلاف تل د مقدسو ځایونو په ځانګړې توګه د جوماتونو او منبرونو حرمت مات کړی او مسلمانان یې د ترهګریزو بریدونو موخه ګرځولي دي.  

ډاکتر عبدالله ویلي: ((ترهګرې ډلې هېڅ اسلامي ارزښت ته احترام نه لري، پر دې اساس دغه ډول بریدونه همېشه د ترهګرو ډلو او د هغو د نړیوالو ملاتړو له خوا په اګاهانه ډول ترسره کېږي او د هغو اصلي موخه د افغانستان د وروڼو خلکو ترمنځ نفاق او تفرقه اچول دي، چې انشاالله هېڅکله به په دې لاره کې بریالي نه شي.))

 د حکومت اجرایه رییس وايي چې افغانستان له حساسو او برخلیک ټاکونکو شرایطو سره مخ دی، په نړیواله کچه د ملي وحدت حکومت اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنې په سیمه کې د ترهګرو ډلو او د هغو د نړیوالو ملاتړ کوونکو د اندېښنې لامل ګرځېدلې او د هغوی ګټې یې له ګواښ سره مخ کړې، له دې امله هغوی په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان د ودې او پرمختیا خنډ وګرځي. 

هغه ټينګار وکړ چې په دغسې حساسو شرایطو کې همپالنه، له حکومت په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو سره د افغانستان د خلکو همکاري د افغانستان خوندیتوب او سلامتیا تضمینوي.

دغه راز ډاکتر عبدالله چې نن یې په کابل کې د عاشورا مراسمو ته خبرې کولې وویل، کله چې ځوانان په لېوالتیا او مینه راټولېږي او د حسیني حماسه لمانځي، د عدالت غوښتنې دغه ډیوه به هېڅکله مړه نه شي.

نوموړي د سخي پر زیارت د تېرې شپې برید ته په شارې وویل: ((د افغانستان د خلکو دښمنانو بیا هم وغوښتل چې د عاشوار مراسم ګډوډ کړي.))

عبدالله د دې په ویلو سره چې د افغانستان دښمنان به هېڅکله په خپلو بریدونو سره خپلو موخو ته ونه رسېږي، وویل، افغان بچي چې په څو ولایتونو کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه جنګېږي، د خلکو له بشپړ ملاتړه برخمن دي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، بیا هم د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هغه څه چې امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو لامل کېږي، د افغانستان د خلکو یووالی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.