جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۵):د نورستان ولايتي شورا د فوايد عامې وزارت لخوا له دې ولايت سره د کړو ژمنو د نه عملي کولو په غبرګون د دې شورا دروازه وتړله.
د يادې شورا غړي وایي ترڅو چې د نورستان د مرکز پارون او د کونړ-نورستان ترمنځ د سړک رغولو چارې پیل شوې نه وي، دا دروازه به تړلې وي.
دوى ويل چې که يې غوښتنې ونه منل شي نو د ارګ او د فوايد عامې وزارت مخې ته به خېمې ووهي.
د نورستان د ولایتي شورا ريیس سعدالله پاینده زوی د تلې په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسمشر غني پر وړاندې له دوی سره د فواید عامې وزیر ژمنه کړې وه چې په روان لمریز کال کې به د نورستان او کونړ ترمنځ د سړک قیر کولو چارې پیل کړي.
هغه وايي چې همدا راز يې وعده کړې وه چې د نورستان د مرکز پارون ټول سړکونه به قیر کوي.
خو د پاينده زوی د معلوماتو له مخې، تر اوسه ورسره په دې برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي شوي.
دوى وايي چې د وعدو نه عملي کولو د دفتر تړلو ته اړ کړل او تر هغه به خپلې کاربندۍ ته دوام ورکړي چې څو یاد وزارت خپلې کړې ژمنې نه وي عملي کړې.
د نورستان اوسېدونکي هم وايي چې نور د حکومت له ډیرو ژمنو او دوی ته د نه پاملرنې له امله په تنګ شوي او کوم قدم چې ولایتي شورا پورته کړى نورستانیان يې ملاتړ کوي.
د مرکز پارون يوه اوسېدونکي حاجي محمد ګل پژواک ته وويل، ولایتي شورا چې کومه غونډه درلوده ، دا د ولس غوښتنه ده او ولس يې ملاتړ کوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم ومنله چې د فواید عامې وزارت لخوا شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې او کوم کار چې ولایتي شورا کړی دا یو مدني حرکت او د دوی حق دی.
د اړوندې موضوع په اړه له فوايدعامې وزارت سره اړيکه ټينګه نه شوه.
د نورستان مرکز پارون، واما ولسوالۍ او نورو سیمو ته د کونړ په پیج او چپه دره کې سړک غځېدلی، چې ټول ويجاړ دى او له امله يې د دواړو ولایتونو اوسېدونکي خپلو کورونو ته د تګ راتګ پرمهال له ډيرو ستونزو سره مخ وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن