جلال اباد (پژواک ۲۳ تله ۹۵): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په خوګيانو ولسوالۍ کې يې د هيرويينو ۶ کارخانې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، جې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت ځانګړو قطعاتو د خوګيانو د خوازه خېلو په سيمه کې هوايي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د هيرويينو ۶ کارخانې تخريب او له منځه وړل شوې دي.
هغه زياته کړه، د عملياتو پرمهال د نشه يي توکو يو تن قاچاق وړونکى وژل شوى او يوه اندازه وسله يې هم ترلاسه کړې ده.
د ده په وينا، ياد عمليات تېره شپه اته بجې پيل او درې نېمې بجې پاى ته رسېدلي دي.
د اسرار الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې په سيمه کې عمليات کوونکي ځواکونه او چورلکې ليدلې دي.
هغه په دې اړه نور جزئيات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه هغې سيمې ته ورغلي، چې د پوډرو کارخانې په کې موجودې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن