ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پُستي مراسلاتو د لېږد لپاره لا ډېرې اسانتياوې برابريږي

د پُستي مراسلاتو د لېږد لپاره لا ډېرې اسانتياوې برابريږي

author avatar
15 Oct 2016 - 18:21
د پُستي مراسلاتو د لېږد لپاره لا ډېرې اسانتياوې برابريږي
author avatar
15 Oct 2016 - 18:21

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت، اروپايي، امريکايي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د پستي مراسلاتو ( لېږدونو) د لېږد لپاره د ترکيې د هوايي ليکونو شرکت سره د لا ډېرو اسانتياو رامنځته کولو په موخه؛ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

 ياد هوکړه ليک نن د افغان پُست مشر احمد وحيد ويس او د کارګو شرکت او د ترکش هوايي ليکونو نړيوال لېږد Turkish Cargo د مشر جمال مراديان تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

 د افغان پُست مشر وويل چې پخوا به پُستي مراسلاتو ډېر وخت نيوه، خو د ياد هوکړه ليک په لاسليک سره پر دې سربېره چې انتقالات او لېږدونې چټکې شوې، بلکې د بيو په برخه کې يې هم د پام وړ کمښت راغلى دى.

 هغه زياته کړه: "موږ د استانبول له مسيره د ترکيې هوايي ليکونو له لارې پُستي مراسلات په ازمايښتي ډول لېږلي، چې زموږ پستي کڅوړې امريکا ته په پنځو ورځو کې، جرمني ته په درېيو ورځو کې، فنلانډ ته په دوو ورځو کې رسېدلې، خو پخوا به پرې دوه اونۍ وخت راته."

 د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ تخنيکي مرستيال سيداحمدشاه سادات، د خصوصي خدمتونو سکتور د ياد وزارت له مهمو برخو وباله او ويې ويل، دوى هڅه کوي چې افغان پُست په نوې ټيکنالوجي سمبال او پُستي لېږدونې د نړۍ ټولو برخو ته په چټکه توګه او ارزانه بيه وړاندې کړي.

 نوموړي د ترکيې له هوايي ليکونو سره د هوکړه ليک لاسليک د پُستي خدمتونو په برخه کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، چې له دې وروسته به د پُستي مراسلاتو لېږد له دوه اونيو درېيو ورځو ته راټيټ شي.

 د ترکش هوايي ليکونو نړيوال لېږد او کارګو مشر نسيم جمال مراديان وويل: "د ترکيې هوايي ليکونه، په ډېر کم وخت کې په کمه بيه په دوه-درېيو ورځو کې د افغانستان پُستي مالونه او پُستي کڅوړې د نړۍ هرې برخې ته لېږدوي."

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ترکيې هوايي ليکونه د ټولو پُستي شرکتونو په چوپړ کې دى، له نورو پُستي شرکتونو هم وغوښتل چې له ياد پروګرام سره يوځاى شي او خپلې کڅوړې د نړۍ ټولو برخو ته ولېږدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.