کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): ملي امنيت وايي، په تخار کې د جندالله وسله والې ډلې څلور غړي نيول شوي او پر خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، د ملي امنيت ځواکونو د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې د جندالله وسله والې ډلې څلور غړي، هغه مهال لاس په لاس ونيول چې د سړک پر غاړه يې ماينونه خښول.
سرچينه زياتوي، نيول شوي کسان عنايت الله، فيض الله، محمد اکبر او عبدالهادي نومېږي چې د قومي مشرانو په ترور، د ماينونو په خښولو او چاودنو کې يې لاس درلود.
د خبرپاڼې په حواله، د يادو نيول شوو کسانو له پټنځاى څخه چاودېدونکي توکي، د راکټ مرمۍ، مقناطيسي ماينونه، د ريموټ کنټرول تختونه او ريموټ کنټرول ماينونه ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن