ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو د دویم پول چارې بشپړېږي خو دواړو خواوو ته یې سړکونه لا هم نه دي جوړ

د بهسودو د دویم پول چارې بشپړېږي خو دواړو خواوو ته یې سړکونه لا هم نه دي جوړ

author avatar
16 Oct 2016 - 15:30
د بهسودو د دویم پول چارې بشپړېږي خو دواړو خواوو ته یې سړکونه لا هم نه دي جوړ
author avatar
16 Oct 2016 - 15:30

جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۵): په داسې حال کې چې د ننګرهار د بهسودو د دويم پول چارې په بشپړېدو دي، خو دواړو غاړو ته يې تر اوسه سړک نه دی جوړ شوی او کېداى شي دا هم يو کال وخت واخلي.

بلخوا د ودانیزو چارو کارپوهان او يو شمېر مدني فعالان بیا دغه پله ته د ورپېښو خطرونو په اړه شکایت کوي.

د بهسودو د دويم پول د رغولو چارې چې له پيله يې شاوخوا پنځه کاله تېرېږي، د جوړولو اړوند شرکت يې وايي چې اوس یې چارې تر ۹۸ سلنۍ بشپړې شوې او ډېر ژر به یې پاتې چارې هم ترسره شي.

د يادونې ده، له پخواني پله څخه د ننګرهار، کونړ او نورستان د شاوخوا ٢٥ ولسواليو خلک ګټه اخلي او د زياتې ګڼې ګوڼې له امله خلک په ساعتونو ساعتونو بند پاتې وي.

خو د شرکت د مسوولينو په وينا، د پله دواړو غاړو ته د سړکونو نشتوالی لا هم له دغه پله د ګټې اخيستنې پر وړاندې ستونزه ده.

عام خلک هم همدا شکايت لري چې که پول جوړ هم شي؛ خو بيا به هم ترې استفاده نه شي کولی؛ ځکه په خبره یې د پله دواړو خواوو ته سړکونه جوړ نه دي.

د الينګار الکوزي ساختماني شرکت کارکوونکي او د بهسودو د دويم پله د پروژې مسوول انجنير فهيم اختر پژواک اژانس ته وويل چې د پله د جوړېدو ۹۸ سلنه کار بشپړ شوی او په نږدې ورځو کې به يې ټول کار بشپړ شي.

دی وايي، پول د فوايد عامې وزارت له خوا د ترتيب شوې نقشې او له پلان سره سم جوړ شوی، تل يې د وزارت کارکوونکو څارنه کړې او هېڅ کوم مشکل نه لري.

خو د ساختماني چارو کارپوه انجنير اباسين بهير پژواک اژانس ته وويل چې پول رغول شوی خو پر وړاندې يې پراته ځيني خطرونه د اندېښنې وړ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پول له ساحې سره نږدې د ښار اوسېدونکي له سيند څخه شګه او جغل وړي چې پول ته يې خطر متوجه کړی دی.

هغه زياته کړه: ((له پله نه ها خوا ځای کنده شوی دی، که چېرې سېلاب راځي يا د اوړي په موسم کې اوبه ډېرېږي؛ نو د پله د پايو له غاړو به شګې هغو کندو ته ځي او د پول ساحه به تشېږي چې له امله به يې پول تخريب شي.))

دغه راز مدني فعال او د ساختماني چارو کارپوه انجنير راحت ګل سوکال پژواک سره د خبرو پر مهال اندېښنه وښوده چې لا له اوسه د پول له منځنيو پايو شګې تللې او پول ته يې خطر متوجه کړی دی.

هغه وايي، دا موضوع يې د ننګرهار له پخواني والي سليم خان کندوزي سره شريکه کړې وه؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

دغه راز د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر فضل الرحيم عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د پروژو په څو لاسو وېش د دې سبب شوی چې د ياد پول د رغېدو لړۍ دومره اوږده شوې او هم يې له اوسه پر وړاندې خطرات موجود دي.

هغه وړاندې وويل: ((د بهسودو د پول پروژه يو شرکت اخيستې، بيا يې بل ته په فيصدۍ ورکړې، هغه بل ته ورکړې، په دې کې ورسره د وزارت چارواکي شريک دي، خپله فيصدي لري؛ نو همدغه فيصدي د دې سبب شوې چې دا پول له جوړېدو مخکې داسې خطرات پیدا کړي.))

دغه راز مدني فعال او د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ميراغا منصف هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې د بهسودو پله په پروژه کې ډېرې پيسې وهل شوې دي.

دی په دې چاره کې وزارت او د ننګرهار د ټولګټو رياست ځکه پړ ګڼي چې په خبره يې د فيصدۍ په مقابل کې يې سم نظارت نه دی کړی.

خو د بهسودو د دويم پول جوړوونکي شرکت مسوولين د خلکو دغه اندېښنې بې ځايه ګڼي او وايي، په دې برخه کې هېڅ مشکل نشته.

د پول د پروژې مسوول انجنير فهيم اختر وويل چې پول همداسې ډيزاين شوی او د شګو تګ راتګ ورته هېڅ خطر نه شي متوجه کولی.

د بهسودو له پله د تېرېدونکي ټکسي موټر چلوونکي احسان الله پژواک ته وويل چې د نوي پله دواړو خواوو ته د سړکونو نشتوالي ته په کتو اټکل نه کوي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې دې هم پر دغه پله موټر تېر شي.

هغه غوښتنه وکړه: ((زما له حکومته دا غوښتنه ده چې د پول جوړېدو تر څنګ دې د پول دواړو خواوو ته سړکونه هم ورغوي.))

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير حمد الله طلوع هم وايي، چې مشکل شته خو پوليس يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

دی وايي، د پول له دواړو خواوو خلک شګه وړي او د پله د سر پوستو ته يې د مخنيوي خبر ورکړی؛ خو هغوی يې مخنيوی نه کوي.

دی وايي چې د ستونزې د دايمي حل لپاره يې وزارت ته د پله د پايو په برخه کې د يو دېوال د رغېدو وړانديز کړی؛ خو مهمه دا ده چې بايد د شګو د وړل کېدو مخه ونيول شي.

انجنير طلوع د پول دواړو خواوو ته د سړک په اړه وويل چې د سړکونو سروې او ډيزاين شوی او د بوديجې د منظورۍ په صورت کې به ډېر ژر داوطلبۍ ته وړاندې شي.

خو د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې د پوليسو دنده د امنيت تامين دی، نه د پول د شګو ساتنه.

دی وايي، هلته د پول دواړو خواو ته د پوليسو پوستې شته؛ خو هغوی د امنيت د تامين په خاطر جوړې شوې او دا مسووليت نه لري چې خلک د شګو له وړلو منع کړي.

بلخوا بيا د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا د امنيتي ځواکونو دنده ده چې بايد د هرې ګډوډۍ او نا قانونۍ مخه ونيسي.

هغه له پخواني والي سليم خان کندوزي سره د مدني فعالانو ناسته تاييد کړه او زياته يې کړه چې هماغه وخت فوايد عامې رياست ته امر شوی، څو د دې ستونزې مخه ونيسي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.