ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکى کال به پنځو ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راټيټه شي

راتلونکى کال به پنځو ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راټيټه شي

author avatar
16 Oct 2016 - 17:53
راتلونکى کال به پنځو ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راټيټه شي
author avatar
16 Oct 2016 - 17:53

کابل(پژواک ۲۵ تله ۹۵): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، راتلونکى کال به په کابل، کاپيسا، هرات، بلخ، بغلان او جوزجان ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راټيټه شي.

له نشه يي توکو سره د مبارزى وزيرې سلامت عظيمي، يادې څرګندونې نن کابل کې په هغه خبري غونډه کې وکړې چې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو او عدلي او قضايي ارګانونو د ځينو چارواکو تر څنګ  د کابل او کاپيسا ولايتونو مرستيال واليانو هم په کې برخه لرله.

 هغه وايي چې سږ کال د  ناامنيو له امله   له ټاکل شوي پلان سره سم د کوکنارو کښت له منځه يو نه وړل شو.

 عظيمې وايي، هڅه کېږي چې په ټولو ولايتونو کې کرل شوي کوکنار له منځه يوسي، خو د يادو شپږو ولايتونو چارواکو د پلان له مخې به راتلونکى کال په دغو ولايتونو کې د کوکنارو کښت کچه صفر ته را ټيټه شي.

هغې ونه ويل چې سږ کال په هېواد کې څومره کوکنار کرل شوي او څومره له منځه وړل شوي دي او  په يادو شپږو ولايتونو کې د کرل شويو کوکنارو کچه څومره وه.

د کابل د والي مرستيال محب الله محبوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرکال يواځې د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبين او ورڅېرمه سيمو کې شاوخوا ۳۶۵ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي چې ډېره برخه يې له منځه يوړل شوې وه.

هغه زياته کړه:" اټکل کېږي چې راتلونکى کال هم په يادو سيمو کې کوکنار وکرل شي، نو موږ د نشه يي توکو وزارت سره په همکاري په پام کې لرو چې يا يې د کښت مخه ونيسو او ياهم کرل شوي کوکنار له منځه يوسو."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ تر ٩٠ سلنه زيات نشه يي توکي توليدوي او دا مهال په افغانستان کې هم ٣.٦ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.