ترينکوت- شبرغان (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د اروزګان اوجوزجان په ولايتونو کې سلګونو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عصمت الله فيض د تلې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله ددغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر کورنۍ له ولسواليو څخه د ترينکوټ ښار خوندي سيمو ته راغلي چې دوى ورسره نن مرستې وکړې.
د نوموړي په وينا، نن يې ٥٠٠ کورنيو سره مرستې وکړې ، تر دې مخکې يې له ٢٠٠ کورنيو سره ورته مرستې کړې وې او دا لړۍ به دوام ومومي.
فيض وويل چې يادو کورنيو سره د اوړو، وريجو، لوبيا غوړي، فرشونو، کمپلو او څراغونو مرستې وشوې، چې ددوى د ادارې او کليو پراختيا رياست لخوا برابرې شوې وې.
محمد طاووس چې ددې مرستو ترلاسه کولو لپاره راغلى و، له حکومت څخه وغوښتل چې د مرستو پر ځاى دې د دوى په سيمو کې امنيت خوندي کړي.
هغه زياته کړه : (( موږ په خپلو سيمو کې هر څه لرو، خو ا منيت نه لرو، زموږ سيمې دې خوندي کړي، مرستې نه اخلو.))
د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي دا مرستې کمې وبللې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د ژمي له رارسېدلو سره سم دې د بې ځايه شويو خلکو د سرپناه غم وخوري.
دغه راز د جوزجان ولايت د قوش تېپې او درزاب ولسواليو له ٧٤زيانمنو او بې حايه شويو کورنيو سره هم د مهاجرينو رياست او له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې لخوا مرستې وشوې .
په يادو مرستو کې اوړه، وريجې، لوبيا، غوړي او نور توکي شامل دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن