پل علم (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په بابا ښارګوټي کې د ١٣ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ښاروال عصمت الله ستانکزي وويل چې په دې پروژو کې د بابا ښارګوټې لپاره د لوبو لپاره پارک او د لارې په اوږدو کې يې د استنادي دېوالونو او پولګوټو جوړول شامل دي.
هغه وايي چې دغه دوه پروژې به د پنځو مياشتو په موده کې د ١٣ ميليونه افغانيو په لګښټ جوړې شي.
ستانکزى وايي چې د دې پروژې مالي لګښت د لوګر ښاروالۍ له پراختيايي بوديجې ه ورکول کېږي.
دغه راز د لوګر د والي مرستيال قمرالدين شکېب وويل چې د دې ډول پروژو پلې کېدل د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستلى شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې خلک هم بايد د دې ډول پروژو په ساتنه او د کار په شفافيت کې له دوى سره مرسته وکړي.
د بابا ښارګوټي اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې دلته موږ ته د لوبو پارک جوړېږي.))
دغه راز هغه وويل چې د ژمي په موسم به د دغه ښارګوټې په عمومي لاره کې ډېر اوبه او خټې وې او خلک به يې له ستونزو سره مخ کول.
خو هغه زياته کړه چې د دې لارې د استنادي دېوالونو او پولګوټو په جوړېدو سره به دغه ستونزه نوره هواره شي.
بابا ښارګوټى په ١٣٧٨ کال کې پرانيستل شوى چې ٢٨٠٠ کورنيو د استوګنې وړ تيا لري او تر اوسه په کې نږدې نيمايي کسان مېشت شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن