کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٥): اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون له توشېح او په ټکنۍ توګه د ياد قانون عملي کولو په اړه د اړونده بنسټونو له اندېښنو شاوخوا دوه کاله وروسته، ولسمشر اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق لړۍ د چټکتيا په موخه حکم صادر کړ.
د ولسمشر وياند محمد هارون چخانسوري، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال په "ټاکلي وخت" او "سمه توګه" د معلوماتو وړاندې کولو لړۍ د چټکتيا په برخه کې د ولسمشر حکم بيان کړ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون د ١٣٩٣ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې د ولسمشر له لوري توشېح او له هغه وروسته نافذ شو، خو له هغه مهال راپدېخوا په دې اړوند د خبريالانو او اړونده بنسټونو له خوا زياتې اندېښنې څرګندې شوې او دوى يو شمېر چارواکي او دولتي مسوولين پر بې پروايۍ او اطلاعاتو د لاسرسي پر محدودولو تورن کړي دي.
د ولسمشر نوى حکم په اوو برخو کې په لاندې توګه صادر شوى دى:
١- اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون نافذ دى، د قانون مادو پر رعايت د ټينګار ترڅنګ، په خپل وخت او کره معلوماتو ته د خلکو لاسرسي په موخه په مرکز کې وزيران، دولتي مسوولين او واليان مکلف دي، څو خلکو ته د معلوماتو وړاندې کولو لړۍ د اسانتيا په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي څارنې کميسيون سره په مشورې؛ د پټ ساتل شوو (محرم) درجې له اړخه د معلوماتو د وېش او طبقه بندۍ لپاره اغېزناکه کړنلاره ترتيب کړي.
٢- په مرکز کې دولتي چارواکي او وزيران او واليان مکلف دي، څو کم تر کمه د يوې مياشتې په ترڅ کې د خپلو اړونده بنسټونو کاري پرمختګونو او فعاليتونو په اړه په يوه مطبوعاتي ناسته کې خلکو ته معلومات وړاندې کړي.
٣- په مرکز کې وزيران او دولتي چاروکي او واليان مکلف دي، څو د غوره همغږۍ لپاره په يوه منظم کاري مهالوېش کې د معلوماتو د تبادلې په موخه هره ورځ کم تر کمه ١٥ دقيقې د خپلو بنسټونو د وياندويانو لپاره ځانګړې کړي او د نورو فعاليتونو او جريانونو په اړه هغوى ته معلومات وړاندې کړي.
وياندويان بايد په منظمه توګه پوښتنو ته د ځواب لپاره او رسنيو ته د معلوماتو ورکړې په موخه له هغوى سره په اړيکه کې واوسي.
٤- وزيران او د مرکز چارواکي مکلف دي، څو په خپل وخت د غوره اطلاعاتو وړاندې کولو په موخه د وزارت د معين په ګډون د درېيو لوړپوړو چارواکو نومونه ترتيب او د اړيکو نيوونکو ځانګړنو (ټيليفون، برېښناليک) سره يو ځاى رسنيو ته وروپېژني.
٥- د مرکز چارواکي او وزيران او واليان مکلف دي، څو له رسنيو سره د غوره همغږۍ او اړيکو ټينګښت په موخه په خپل وخت د رسنيو له مسوولينو سره يو ځاى مطبوعاتي ناستې ترسره کړي.
٦- د عامه او ستراتيژيکو اړيکو په چارو کې د ستر سلاکار دفتر او د ولسمشرۍ رياست وياند دفتر، له وزيرانو، د مرکز له چارواکو او واليانو سره د اړتيا او لا ډېرې همغږۍ په موخه؛ هر اړخيزه همکاري وکړي.
٧- وزيران او د مرکز دولتي چارواکي او واليان مکلف دي، څو هره مياشت په منظمه توګه د ولسمشرۍ رياست د چارو ادارې عمومي رياست ته د اړوندو ادارو د کار ترسره کولو او اجرا څرنګوالي راپور ورکړي او د چارو اداره هم مکلفه ده، چې د ياد حکم د مادو د عملي کولو لړۍ څخه په هر اړخيزه توګه څارنه وکړي او خپل راپور په خپل ټاکلي وخت ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن