کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): په کندهار کې د ١،٥ ميليونه ډالرو په لګښت ١٤ کانالونه جوړېږي چې لس زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
دغه څرګندونې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) اړوند د کندهار فوډ زون مسوول کينګسلر بېش د کندهار له والي سره ليدنه کې وکړې.
بېش وويل، دغه کانالونه د فوډ زون تر چتر لاندې د کندهار په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې جوړېږي.
فوډ زون پروګرام په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه شاوخوا دوه کاله وړاندې پيل شوى، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
د کندهار د فوډ زون دغه مسوول وويل، د تېرو درېيو کلونو په اوږدو کې د پرمختيايي پروژو په مټ په دې ولايت کې د ترياکو د کښت کچه ټيټه شوې او د غنمو د کښت کچه لوړه شوې ده.
خو ده يادونه وکړه، چې د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې به د ١٤ کانالونو له جوړولو سره ډېره ځمکه تر اوبو لاندې شي او خلک به دا وړتيا پيدا کړي چې پر خپلو ځمکو روا کښت وکړي.
نوموړي د کندهار له والي سره په خبرو کې يادونه وکړه چې له پلان شوو پروژو پرته نوره بوديجه هم لري او کولاى شي د ولايتي ادارې د اړتيا له مخې ولګول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن