ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو قومي مشر وژل شوی

اروزګان کې یو قومي مشر وژل شوی

author avatar
17 Oct 2016 - 11:33
اروزګان کې یو قومي مشر وژل شوی
author avatar
17 Oct 2016 - 11:33

ترينکوټ (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): نامعلومو وسله والو په اروزګان ولايت کې يو قومي مشر وژلى دى.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په چورې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې نامعلومو وسله والو يو قومي مشر وژلى او بيا له سيمې تښتېدلي دي.

د اروزګان د ولايتي شورا يوه غړي اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوى قومي مشر محمدعمر نومېده  او په حاجي لالک مشهور و.

د نوموړي په وينا، نوموړي په دولت کې کومه دنده نه لرله، خو په قومي جرګو او شوراګانو کې يې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کولې.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.