ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماشومانو د فلج ضد دويم خزاني کمپاين پيل شو

د ماشومانو د فلج ضد دويم خزاني کمپاين پيل شو

author avatar
17 Oct 2016 - 18:22
د ماشومانو د فلج ضد دويم خزاني کمپاين پيل شو
author avatar
17 Oct 2016 - 18:22

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): په ټول هېواد کې د ماشومانو د فلج ضد واکسين د خزاني کمپاين دويم پړاو پيل شو او ټاکل شوې چې پر بنسټ يې له پنځو کلونو کم ٩،٥ ميليون ماشومان واکسين شي.

 دغه کمپاين نن د عامې روغتيا وزارت له لوري د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (يونيسيف)، د نړۍ روغتيايي سازمان او د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ پيل شو.

 د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فېروز  د ياد پروګرام د ترسره کولو په مراسمو کې چې په کابل کې ترسره شوي و، وويل: "نن مو يوه ملي مبارزه ترسره کړه، چې پر بنسټ يې  د پوليو ناروغۍ له مخنيوى په موخه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کېږي."

 هغه زياته کړه، چې په ياد ملي پروګرام کې د ٩،٥ ميليون ماشومانو د واکسين سربېره، په ټول هېواد کې  د کولمو چنجيو ضد ګولۍ هم له دوه تر پنځو کلونو ماشومانو پورې ورکول کېږي."

 د عامې روغتيا وزير وويل: "افغانستان د پوليو درولو په برخه کې په ښه لاره روان دى او اوسمهال زموږ تمرکز د هر ماشوم پر پېژندنې او واکسين دى، چې د بېلابېلو دليلونو له مخې، د واکسين د عملي کولو له لړۍ پاتې شوي وي، اوسمهال د افغانستان ډېرى برخې له پوليو پاکې دي."

د فيروز په وينا، هر کس مکلف دى، څو د يادې ناروغۍ د درولو په برخه کې خپل رول ولوبوي، څو په هېواد کې هيڅ ماشوم د فلج په ناروغۍ اخته نه شي.

 هغه څرګنده کړه، چې په روان زېږديز کال کې د هېواد په کونړ، کندهار، هلمند او پکتيکا ولاتونو کې چې له پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري، د ماشومانو د فلج اووه پېښې ثبت شوې دي.

 د عامې روغتيا وزير له خلکو وغوښتل، څو له پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان که ويده او يا ناروغان هم وي او يا ماشومان ورکره مېلمانه وي؛ د واکسين د عملي کولو لپاره چې د رضاکاره ډلو له لوري د هر کور مخې ته ترسره کېږي؛ چمتو کړي او له يادې ناروغۍ مخنيوى وکړي.

 د کرکټ بورډ اجراييوي مشر شفيق الله ستانکزي وويل، چې ياده اداره په هېواد کې د ماشومانو د فلج له منځه وړلو لپاره همکاري کوي او د کرکټ ملي  ټيم لوبغاړي د تبليغاتو په موخه د واکسين په ياده لړۍ کې برخه اخلي.

 هغه زياته کړه: "د کرکټ ملي ټيم غړي د خپلو انځوريزو، غږيزو او تصويري بلبورډونو له لارې له خلکو غواړي، چې په ياد کمپاين کې ونډه واخلي او خپل ماشومان واکسين کړي."

د کرکټ ملي ټيم يوه لوبغاړي رحمت شاه زرمتي وويل، له ټولو خلکو غوښتنه کوي څو له ياد پروګرام سره همکاري وکړي او د يادې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره له پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان واکسين کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.