ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په ارګون کې روږدو ته روغتون جوړ شو

د پکتیکا په ارګون کې روږدو ته روغتون جوړ شو

author avatar
17 Oct 2016 - 11:38
د پکتیکا په ارګون کې روږدو ته روغتون جوړ شو
author avatar
17 Oct 2016 - 11:38

ښرنه (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د تلې په ٢٦مه د ياد روغتون د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه روغتون ٢٠ بستريز دى او د يو کال په موده کې جوړ شوی دى.

د وحدت د معلوماتو له مخې، پر دغه روغتون په ټوليزه توګه ١٦ ميليونه افغانۍ لګول شوې چې لګښت يې په کابل کې د امريکا سفارت له لوري ورکړل شوى دى.

والي وويل چې په دې وروستيو کې په اورګون ولسوالۍ کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى نو ځکه يې دغه روغتون ورته جوړ کړی دى.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې په دغه ولايت د معتادينو شمېر کم کړو او يا يې بېخي مخه ونيسو.))

په دې غونډه کې د پکتيکا له نشه يې توکو سره د مبارزې رييس اميد کټوازي وويل چې تر دې وړاندې يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه په يوه کرايي کور کې کوله.

هغه وويل: ((اوس چې  زموږ خپله ودانۍ جوړه شوه نو کولاى شو چې په سمه توګه د معتادينو درملنه په کې وکړو.))

د کټوازي د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې دمګړۍ ١٤کسان بستر دي چې د هر یوه د درملنې موده درې مياشتې ده.

د هغه په وينا، په دغه مرکز کې تر اوسه تر سلو د ډېرو کسانو درملنه شوې ده او دغه لړۍ روانه ده.

په دغه روغتون کې بستر شوي عصمت الله پژواک ته وويل: ((ما په سروبي ولسوالۍ کې دوکان درلود، ښه کاروبار مې جوړ وو خو يو ملګري مې زه په پوډرو اخته کړم، دوکان او هر څه مې له لاسه لاړل، کورنۍ مې هم نور کور کې نه پرېښودم بيا مې ښار کې خيرات غوښته تر څو چې پوليسو ونيولم او دلته يې را وستم.))

د هغه په وينا، يو کال کېږي چې نشه يې توکو ته يې مخه کړې خو هيله من دى چې تر درملنې وروسته به بېرته روغ شي.

عصمت الله د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((يواځېنۍ هيله مې دا ده چې زه بېرته جوړ شم او خپل کور او خپل بچو ته ولاړ شم او څوک مې له کوره نور ونه شړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.