ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګيان او ارګون ولسواليو ترمنځ د سړک جوړلو چارې پيل شوې

د ګيان او ارګون ولسواليو ترمنځ د سړک جوړلو چارې پيل شوې

author avatar
17 Oct 2016 - 17:11
د ګيان او ارګون ولسواليو ترمنځ د سړک جوړلو چارې پيل شوې
author avatar
17 Oct 2016 - 17:11

ښرنه(پژواک،٢٦تله٩٥):د ١١٧ ميليونو افغانيو په لګښت د پکتيکا د ګيان او ارګون ولسواليو ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړلو چارې پيل شوې.

د دې سړک د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه سړک د ١١٧ ميليونو افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې په اساسي ډول جوړيږي.

هغه زياته کړه چې اوس مهال دوه نيم کيلو متره سړک او دوه لوی پلونه يې جوړيږي او پاتې کار به يې له ژمي وروسته پيل شي، ځکه د هوا په سړېدو سره کارونه په ښه  ډول نه تر سره کيږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د يوه پول اوږدوالى به ٧٥ متره او د بل به ٢٥متره وي چې په اساسي ډول به جوړ شي.

په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا رييس بختيار ګل ځدراڼ وويل چې  قومي مشرانو ور سره ژمنه کړې چې د دې سړک د امنيت په خوندي کولو کې به ور سره لازمه همکاري کوي.

د هغه په وينا، د دې ولايت امنيت د نورو ولايتونو په پرتله ښه دی، دلته د بيارغوني لپاره مناسبه زمينه برابره ده، نو حکومت بايد اړينه پاملرنه وکړي.

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي سيدانور پژواک ته وويل چې د ارګون-ګيان سړک ډير خراب وو او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ده وويل: ((موږ ورته ډير خوشحاله يو، د دې سړک په جوړېدو سره به نور دا ستونزې نه وي.))

دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي سيدالرحمن پژواک ته وويل چې ګيان له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري، خلک يې د لارو د خراب والي له امله په اسانۍ سره ارګون او مرکز ښرنې ته نه شي تللای.

ده ټينګار وکړ چې دغه سړک بايد په ښه کيفيت سره جوړ شي.

د يادونې ده چې د ګيان-ارګورن ترمنځ  ٤٧ کيلومتره واټن دى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.