ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د غوراوي کمېټې په کار کې لاسوهنه جرم دی

غني: د غوراوي کمېټې په کار کې لاسوهنه جرم دی

author avatar
17 Oct 2016 - 14:36
غني: د غوراوي کمېټې په کار کې لاسوهنه جرم دی
author avatar
17 Oct 2016 - 14:36

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): ولسمشر وايي چې د غوراوي کمېټې په چارو کې هېڅ ډول سياسي لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي او دغه پروسه به رڼه ترسره شي.

دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې دي چې د تلې په ٢٦مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د غوراوي کمېټې له غړو سره وليدل.

په دې ناسته کې د غوراوي کمېټې مشر جاوید رشیدي وويل چې د نوماندانو په ټاکنه کې بې پرېتوب په پام کې نيول شوى دى.

هغه وویل: ((تر اوسه زموږ په اجرااتو کې هېڅ ډول مداخله نه ده شوې او ډاډ ورکوم چې زموږ کاري استقلال به همداسې دوام وکړي.))

ده وويل چې په څو پړاوونو کې د کانديدانو په اسنادو باندې کار کېږي او په ټاکلي وخت به يې لېست بشپړ شي.

رشيدي وويل چې د دې کمېټې ټولې غونډې علني دي، څارونکي او رسنۍ کولاې شي له نږدې يې وګوري.

وروسته ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې په دغه بهیر کې هېڅ ډول سیاسي لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي، او په دې برخه کې لاسوهنه جرم دی.

هغه زیاته کړه: ((زه د هېچا سپارښتنه نه کوم او په دغه بهیر کې مداخله جرم دی.))

ولسمشر وویل، دغه بهیر دې په رڼه ډول ترسره شي او د کاندیدانو انتخاب دې هم د مرکو او بشپړ شفافیت له مخې، د بېلابېلو ارګانونو د استازو په حضور کې وي.

هغه وویل چې دغه پروسه بايد رڼه وي تر څو خلک په ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسيونونو باور وکړي.

ولسمشر په دغه بهیر کې د ګډون په موخه د ښځو لېوالتیا وستایله او ویې ویل دا چې ښځو په دې پروسه کې لېوالتیا ښودلې، خوشاله دى؛ ځکه افغان ښځو اوس د ځان لپاره غږ پورته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.