ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ځینو قوماندانونو په ګډون ۱۳۰ وسله وال وژل شوي

هلمند کې د ځینو قوماندانونو په ګډون ۱۳۰ وسله وال وژل شوي

author avatar
17 Oct 2016 - 15:49
هلمند کې د ځینو قوماندانونو په ګډون ۱۳۰ وسله وال وژل شوي
author avatar
17 Oct 2016 - 15:49

لښکرګاه (پژواک، ٢٦ تله ۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ځينو قوماندانو په ګډون ١٣٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د تلې په ٢٦مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

هغه وويل چې تېره او وړمه شپه افغان امنيتي ځواکونو د مرکز لښګرګاه او نادعلي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.

ده وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ځینو قوماندانو په ګډون ١٣٠ طالبان وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي.

احمدزي زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر هغه هم له منځه تللي دي چې طالبانو له امنيتي ځواکونو نيولي وو.

هغه وويل چې په تېرو ٧٢ ساعتونو کې د هلمند په روانو جګړو کې يواځې يو پوليس وژل شوى او نورو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

احمدزى وايي چې دوى اوس هم د سرتېرو په منظمولو بوخت دي او څو ورځې وروسته به پراخ عمليات ترسره شي.

ده زياته کړه: ((د لښکرګاه  ښار په مربوطاتو کې وسله وال طالبان له ماتې سره مخ دي او زموږ استخباراتي چارې هم پر مخ روانې دي.))

په دې خبري ناسته کې د ٥٠٥ بُست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وويل چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې يې پوليس ځاى پر ځاى کړي دي.

خو ده وويل چې پخوا هم د پوليسو په ليکو کې ځيني ستونزې وې او په دې وروستيو کې چې يو شمېر پوليس و وژل شول، دغه ستونزې نورې هم ډېرې شوې.

هغه یادې ستونزې به ګوټه نه کړې.

انګار وويل چې د پوليسو په ليکو کې د سرتېرو د کمښت د پوره کولو په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.