ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: ناکاره وزيران دې بې واکه شي

وکيلان: ناکاره وزيران دې بې واکه شي

author avatar
17 Oct 2016 - 16:04
وکيلان: ناکاره وزيران دې بې واکه شي
author avatar
17 Oct 2016 - 16:04

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د ولسي جرګې لومړي مرستيال د پراختيايي بوديجې د لګښت لپاه اندازه ټاکل له ملت سره ظلم، خيانت او جفا وبلله او د دغه مجلس يو شمېر نورو غړو د هغو وزيرانو د بې واکه کولو غوښتنه وکړه چې له ٥٠ سلنې څخه د لږې پراختيايي بوديجې لګښت وړتيا نه لري.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عارف رحماني د جرګې په نننۍ غونډه کې د پراختيايي بوديجوي واحدونو د لږ لګښت په اړه داندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل: "کومو وزيرانو چې له ٦٠ سلنې لږ بوديجه لګولې ده، بايد سپيناوى یې وکړي."

ياد وکیل د پراختيايي بوديجې نه لګول د بې کاره او ټنبلو مسوولينو او يا فساد شتون لامل په ګوته کړ.

رحماني زياته کړه: "له بهرنيانو څخه سوال کوو، کله چې پيسې راځي بيا نه مصرفېږي، زموږ مسووليت او صلاحيت دى څو د خلکو له اوږو دا دروند پېټى لرې کړو، ناکاره او ټنبل وزيران خپلو کورونو ته واستوو.

 

په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي عبدالقادر ځاځي وويل: "کومو کسانو ته مو چې رايه ورکړې، د بوديجې لګولو وړتيا نه لري، انتظار کوو چې ولسمشر هغوى ګوښه کړي، زما غوښتنه دا ده کومو وزيرانو چې له ٥٠ سلنې لږه او يا ٦٠ سلنه پراختيايي بوديجه لګولې ده، بې واکه کړو."

د نوموړي په وينا، د ولسي جرګې مسووليت او صلاحيت دى څو هغه وزيران چې د بوديجې لګولو توان نه لري بې واکه کړي.

هغه زياته کړه :" د ولسي جرګې چوپتيا لامل څه دى؟ د هغوو واحدونو په اړه چې نه دي توانيدلي خپله پراختيايي بوديجه ولګوي، پرېکړه نه کوي."

خو د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير چې د نننۍ غونډې مشري ېې کوله وويل: "د هغو وزارتونو په اړه چې پراختيايي بوديجې يې نه دې مصرف شوې او يا يې لږ مصرف کړې ده، تاسو وکيلان مسووليت لري څو د ولسي جرګې دايمي کمېسيون له لارې وزيران استجواب او راپور يې په رسمي ډول تالار ته د تصميم نيولو لپاره وړاندې کړئ.

هغه زياته کړه چې د پراختيايي بوديجې لګښت لپاره د چتر ټاکل، له ملت سره ظلم، خيانت او جفا ده.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال په وينا، کافي اندازه پيسې شته؛ خو ناکاره چارواکي د دې لامل شوي څو پراختيايي پروژې پلې نه شي.

هغه زياته کړه: "د تالار دايمي کمېسيونونو له راپور وروسته، د هغو وزيرانو په اړه به چې نه دي توانېدلي خپله پراختيايي بوديجه ولګوي، پرېکړه وشي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.