ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري

کونړ کې ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
17 Oct 2016 - 14:01
کونړ کې ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
17 Oct 2016 - 14:01

اسعداباد (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د کونړ د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د ښوونځيو د ودانۍ د نشتوالي او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالقهار اخندزاده له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې په کونړ کې ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي او له دې ډلې یوازې ١٦٦ يې ودانۍ لري.

د هغه په وينا، د ٣٤ ښوونځيو د ودانيو جوړولو کار روان دى او پاتې ٣٠٠ نور يې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو، خېمو او تر شنه اسمان لاندې زده کوونکي زده کړې کوي.

اخندزاده دغه راز وويل چې په کونړ کې د ښځينه ښوونکو هم  ډېر کمی دی، د دغه ولايت د نجونو په ټولو لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې يواځې ٢٢٥ ښځينه ښوونکې په تدريس بوختې دي.

د نوموړي په وينا، کونړ غرنى ولايت دى او شاوخوا ٧٥ سلنه ښوونځي يې په غرنيزو او نا امنو سيمو کې موقعيت لري خو له نېکه مرغه تر اوسه په دغه ولايت کې يو ښوونځى هم د نا امنيو له امله نه دى تړل شوى.

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وويل چې يواځې يو ښوونځى تېر کال په دانګام ولسوالۍ کې  د سيمې د خلکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله سوځول شوى و، خو اوس ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي.

اخوندزاده وايي چې دوى د ښځينه ښوونکو تر څنګ د نارينه ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي  او په بېلابېلو برخو کې ٧٠٠ ښوونکو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې ٣٨ ديني مدرسې هم فعالې دي، ١٠ زره او ٨١٥ تنه زده کوونکي په کې ديني  زده کړې کوي.

د هغه په وينا، د دينې مدرسو له فعالېدو وروسته اوس د دغه ولايت اوسېدونکي خپل اولادونه پاکستان ته د زده کړو لپاره نه لېږي.

دغه راز اخندزاده زياته کړه چې په دغه ولايت کې يو عالي دارالمعلمين هم فعال دى.

د دغه ولايت يو اوسېدونکى محمد خليل وايي چې نړيوالې ټولنې په تېرو ١٥ کلونو کې له افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو مرستې وکړې، خو اوس هم د کونړ سلګونه ښوونځي ښوونکي نه لري.

د هغه په وينا، د پوهنې په وزارت کې پخوا او اوس هم پراخ فساد شتون لري، د خيالي ښوونځيو  او خيالي ښوونکو  معاشونه شخصي جېبونو ته ځي، خو سم فعال ښوونځي فعال نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.