کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٥): د مشرانو جرګې غړو د برېښنا شرکت د پوروړو د نوملړ خپرولو په اړه د يادې ادارې له ګام پورته کولو هرکلى کړى او له ټولو پوروړو يې غوښتنه کړې، څو د يادې ادارې پيسې ژر تر ژره تحويل کړي.
د برېښنا شرکت چارواکو پرون اعلان وکړ، چې له يادې ادارې څخه د برېښنا لګولو په اړه ځينې دولتي ادارې يو ميليارد او ٦٠٠ ميليون افغانۍ او ځينې دولتي چارواکي او غيردولتي کسان يو ميليارد او ٧٠٠ ميليون افغانۍ پوروړي دي.
د دوى په وينا، دغه پيسې له يوې تر ٤٨ دوه مياشتنيو دورو لګښتونو پورې اړوند دي، چې يادې ادارې تر اوسه پورې نه دي ترلاسه کړې.
يادې ادارې د خپلو ٧٣ پوروړو نوملړ، چې په کابل کې اوسيږي او هر يو يې له سل زره افغانۍ زيات پورړوى دى، له رسنيو سره شريک کړ.
د مشرانو جرګې غړي محمد حسن هوتک، نن د يادې جرګې په ناسته کې له برېښنا شرکت د پوروړو کسانو له نوملړ څخه د هرکلي ترڅنګ وويل: "دغه پيسې د بيت المال پيسې دي او ياد چارواکي له کوم ځنډ پرته بايد دغه پيسې ورکړي."
د هغه په وينا، د ملي شورا استازي بايد د برېښنا شرکت له ادارې ملاتړ وکړي او د يادې پر پوروړو فشار راوړي، څو د برېښنا د لګښتونو ټولې پيسې تحويل کړي.
د يادې جرګې بل غړي جمعه الدين ګيانوال وويل: "د برېښنا د لګښتونو پسيې نه ورکول، جفا او له بيت المال څخه غلا ده، د کومو کسانو نوم چې په نوملړ کې خپور شوى؛ ټول يې د پيسو د ورکړو وړتيا لري او دغه پيسې بايد ژر تر ژره ورکړي."
رحمت الله اڅکزي د برېښنا لګښتونو د پيسې نه ورکړه، ملي خيانت وباله او له ټولو هغو چارواکو چې نومونه يې په ياد نوملړ کې شامل دي؛ غوښتنه وکړه څو ژر تر ژره د خپلو برېښنايي لګښتونو پيسې تحويل کړي.
د يادې جرګې بل غړي لطيف ژوندي هم د برېښنا شرکت له دغه ګام ستاينه وکړه او ويې ويل، چې مشرانو جرګه په دغه برخه کې له برېښنا شرکت ملاتړ کوي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار او د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د برېښنا شرکت له پوروړو غوښتنه وکړه، چې د برېښنايي لګښتونو پيسې ژر تر ژره يادې ادارې ته تحويل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن