ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش راډيو بيا فعاله شوې او پر پنځو ژبو خپرونې لري

ننګرهار کې د داعش راډيو بيا فعاله شوې او پر پنځو ژبو خپرونې لري

author avatar
18 Oct 2016 - 13:57
ننګرهار کې د داعش راډيو بيا فعاله شوې او پر پنځو ژبو خپرونې لري
author avatar
18 Oct 2016 - 13:57

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۵) : د ننګرهار چارواکي او خلک وايي چې يو ځل بيا په دغه ولايت کې داعش وسله والو د اسلامي خلافت په نوم خپله راډيو فعاله کړې او دا ځل په پنځو ژبو خپرونې کوي.

ولايتي چارواکي که څه هم وايي چې د دې راډيو د بيا له منځه وړو هڅې يې پيل کړې؛ خو د ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په تېر کې هم دغه راډيو له منځه وړل شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو بيا فعاله شوې وي.

دغه راډيو هر ماښام له شپږو بجو نيولې تر اوو بجو به رڼه ډول د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې اورېدل کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم د تلې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د داعش راډيو نشرات بيا پيل شوي او د عامو خلکو د اذهانو د خرابولو لپاره خپل تبليغات کوي.

دی وايي، حکومت څو ځلې دا راډيو وېشتلې؛ خو د وخت په تېرېدو بيا خپرونې پيلوي او له خلکو سره هم همدا شک پيدا شوی چې حکومت ولې د دې راډيو په بشپړ ډول ختمولو نه توانېږي.

د مسلم د معلوماتو له مخې، راډيو په پنځو ژبو نشرات کوي چې ډېرې خپرونې يې په پښتو، ازبکې او دري ژبو دي.

هغه د دې راډيو د تازه نشراتو د ځای په اړه وويل: ((داسې معلومات ماته راغلي چې راډيو په کوټ ولسوالۍ کې ده؛ خو دا خبره دومره کره نه ده او کره خبره دا ده چې دا راډيو سياره ده او کله په اچين کې وي او کله په کوټ کې.))

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي صدام ګل شينواري پژواک ته وويل چې د داعش راډيو په خپرونو کې تر ډېره د مذهبونو اختلافي مسايل تر بحث لاندې نيول کېږي.

د شينواري په وينا، د اسلامي خلافت په نوم د داعش د راډيو نشرات تر ډېره د کم عمره ځوانانو د بې لارې کولو لپاره کېږي چې له داعش ډلې سره يوځای شي.

هغه زياته کړه: ((اوس خو دا راډيو پر څو ژبو نشرات کوي، پښتو ژبه ده، بلوچي ده، قزاقي، انګليسي، فارسي، ازبکي، پشه يي، دا څو ژبې دي چې دوی په دې باندې برحاله تبليغ کوي.))

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي اتل هم پژواک ته وويل چې راډيو له تېرې اوونۍ راهيسې نشرات پيل کړي او بيا يې ډېر خلک اوري.

د نوموړي په وينا، د داعش راډيو د افغان حکومت پر ضد او د داعش ډلې په ګټه تبلغات کوي او خلک له دې ډلې سره يو ځای کېدو ته رابلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.