ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: په غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امرخېل: په غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Oct 2016 - 15:30
امرخېل: په غزني کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Oct 2016 - 15:30

غزني ښار(پژواک،٢٨تله٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې غزني ښار او پنځو ولسواليو کې ١٥٠ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د تلې په٢٨ مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې په غزني ښار، اندړو، ګيرو، ده يک، قره باغ او زنخان ولسواليو کې پوځي عمليات روان دي.

هغه وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ١٥٠ طالبان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شويو طالبانو کې درې قوماندانان ملا احمدي، ملا حنيف او ملا خالد منصور هم شامل دي.

امرخېل وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

قوماندان وايي چې وسله وال طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري يواځې په لارو کې ماينونه خښوي.

هغه زياته کړه: (( زه د غزني خلکو ته ډاډ ورکوم چې ولسوالۍ خو څه د غزني يوه پوسته به هم طالبان رانه ونه نيسي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکي محمد اسحاق پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وويل چې د دې جګړې په ترڅ کې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: (( داسې ورځ نشته چې پر يوه کور د هاوان مرمۍ ونه لګيږي او حتما کسان په کې وژل کيږي.))

خو طالبان بيا په غزني کې دوى ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.