ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Oct 2016 - 14:40
ننګرهار کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون ١٦ وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Oct 2016 - 14:40

جلال اباد (پژواک، ۲۸ تله ۹۵) : چارواکي وايي چې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون په  ننګرهار کې ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار څلور نيمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د چهاردهي په سيمه کی هوايي بريد ترسره شوی دی.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د حليم  په نامه چې په قهرمان مشهور دى  د بټي کوټ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، د مولوی عباس په نامه د دغې ډلې قاضي او د ښايسته خان کوچي په نامه د يو ډلمشر په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي دي .

نوموړي دغه راز وويل چې تېره شپه ناوخته د حصارک ولسوالۍ د مياګانو او لړکړۍ په سيمو کې بېلابېل هوايي بريدونه شوي چی په پايله کې يې اته  وسله وال طالبان وژل شوي دي .

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې ددغه ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان عبدالحليم له څلورو ملګرو سره په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.

هغه زياته کړه چې عبدالحليم قهرمان له خپلو څلورو ملګرو سره تېره شپه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د ځواک د معلوماتو له مخې، قهرمان له دې وړاندې د لغمان په اليشنګ او بادپښ ولسواليو او دغه راز د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د تورغر په سيمه کې په ډېری ترهګريزو کړنو او فعاليتونو کې لاس درلود، خو په دې وروستيو کې بټي کوټ ته تللى و او هلته هم د افغان امنيتي ځواکونو له لوري تر څار لاندې و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.