ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکه: اروپا سره د کډوالو په اړه د افغانستان تړون بايد لغوه شي

د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکه: اروپا سره د کډوالو په اړه د افغانستان تړون بايد لغوه شي

author avatar
20 Oct 2016 - 19:28
د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکه: اروپا سره د کډوالو په اړه د افغانستان تړون بايد لغوه شي
author avatar
20 Oct 2016 - 19:28

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٥): د مدني ټولنې او بشر حقونو شبکه وايي، چې له اروپا څخه د افغان کډوالو رايستل به په هېواد کې د انساني غميزې د زياتېدو لامل شي او بايد په دې اړوند لاسليک شوى هوکړه ليک بيرته لغوه شي.

د بشرحقونو او مدني ټولنې شبکې مشر نعيم نظري نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د دې احتمال شته چې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د شوي تړون طرحه تر راتلونکې يوې اونۍ پورې عملي شي.

د هغه په وينا، د ياد هوکړه ليک له مخې چې دوه اونۍ وړاندې لاسليک شو؛ پر بنسټ به يې په اروپا کې هغه ٨٠ زره افغان کډوال چې تر اوسه پورې يې د پناه غوښتنې وړانديزونه نه دي منل شوي، وايستل شي.

نظري د يادې طرحې له عملي کېدو څخه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد شمېر کډوالو بيرته راستنول؛ د اروپايي هېوادونو له لوري د بشر له حقونو سرغړونه ده.

د يادې شبکې مشر زياته کړه، چې افغانستان په اوسنيو شرايطو کې له ډېرو ستونزو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د زرګونه افغان کډوالو د منلو د ستونزې په برخه کې مخ دى، چې حکومت تر اوسه پورې د دوى لومړنۍ اړتياوې هم نه دي پوره کړې.

نوموړي څرګنده کړه، چې د هېواد په ډېرى ولايتونو په ځانګړي ډول کندوز، فارياب، بغلان، فراه او اروزګان کې د جګړو د دوام له امله يونيم مليون افغانان بېځايه شوي، چې له دې امله د افغان کډوالو د راستنولو کار يو نا مناسب او خطرناک کار دى.

نعيم نظري زياته کړه، له اروپا څخه د هغو کډوالو راستنول به چې په ډېرو سختيو ګاللو سره يې هلته ځانونه رسولي دي، افغان دولت ته د ستونزو موندلو لامل شي، چې له دې ډلې به يې يو شمېر کسان بيا اروپا ته د تللو هوډ وکړي.

د دغې شبکې مشر له اروپا څخه د افغان کډوالو د رايستلو طرحې د عملي کولو د منفي اړخونو په اړه د ګواښ ترڅنګ د ياد دوه اړخيز هوکړه ليک د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د جلال اباد يوه ٢٢ کلن اوسېدونکى يوسف چې په دې وروستيو کې له ناروې افغانستان ته راګرځول شوى دى، وايي: "پنځه کاله وړاندې د روسيې له لارې ناروې ته لاړم، د ځنګل او اوبو له ستونزمنو لارو تېر شوم او ډېرې لوږې او تندې مې وګاللې، چې په پايله کې يې خپل مقصد ته ورسېدم، خو اته مياشتې وړاندې د وهلو او ډبولو سربېره د ناورې پوليسو له لوري په زور افغانستان ته راستون کړل شوم."

نوموړي ادعا وکړه، چې ناروې ته د رسېدو لپاره يې ٢٥ زره ډالر لګولي او اوسمهال په کابل کې له دريو خپلوانو سره چې هغوى هم له ياد هېواد په زور راګرځول شوي؛ ژوند کوي.

خو يوسف زياته کړه، چې د امنيت، کار، سياسي جنجالونو او قانون حاکميت د نشتون له امله يې يوځل بيا هوډ کړى، څو بل کوم اروپايي هېواد ته سفر وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.