ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې تښتول شوي ٢٠ ماين پاکوونکي خوشې شول

لوګر کې تښتول شوي ٢٠ ماين پاکوونکي خوشې شول

author avatar
20 Oct 2016 - 16:04
لوګر کې تښتول شوي ٢٠ ماين پاکوونکي خوشې شول
author avatar
20 Oct 2016 - 16:04

پل علم (پژواک،٢٩ تله٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په لوګر ولايت کې د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوي ٢٠ تنه ماين پاکوونکي خوشې شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې اړونده دغه ماين پاکوونکي پرون د ولايت د مرکز پل علم اړونده له الياس کلي څخه تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه چې ياد کسان د سيمې د قومي مشرانو او مخورو د هلوځلو او منځګړ يتوب په پايله کې خوشې شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک ته وويل چې ياد کسان له کومې معاملې پرته خوشې شوي دي.

د نوموړي په وينا، وسله والو ددوى موټر هم بېرته يادې موسسې ته سپارلى او خوشې شوي کسان روغ رمټ دي.

هغه زياته کړه: (( دغه ماين پاکوونکي په کاسټر موټر کې ناست وو چې ناپېژاندو وسله والو، نامعلوم لوري ته تښتولي وو.))

د لوګر د و لايتي شورا وکيل عبدالولي وکيل له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له ماين پاکوونکو سره کار ونه لري، ځکه چې دوى د ولس په ګټه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اوږدو کې څو ځلې د سټرلينګ موسسې ماين پاکوونکي او موټر د ناپېژانده کسانو لخوا تښتول شوي، خو تر يوې مودې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

سټرلينګ موسسه له تېرو دوو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسواليو کې د ماين پاکۍ په برخه کې فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.