هرات (پژواک، ٣٠ تله ٩۵): عيني شاهدان وايي چې نن د جمعې لمانځه پرمهال د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه.
د عبدالحکیم په نامه يوتن پژواک ته وويل چې نن ماسپښين د جمعې د لمانځه پرمهال د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه ، خو له نيکمرغه چې ځاني زيان يې نه درلود.
ده وويل چې دغه چاودنه د ماين له امله وه او ماين د خطبې د منبر تر بيخ لاندې ايښودل شوى و .
ده وويل چې د چاودنې پرمهال د هرات د علماوو د شورا رييس مولوي خداداد صالح هم د چاودنې له ځاى سره موجود و ، خو تراوسه ددې چاودنې انګيزه نه ده معلومه .
تراوسه د هرات امنيتي مسوولينو ددغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن