میمنه(پژواک، ٣٠ تله ٩۵): د فارياب ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ٢٠وسله وال طالبان وژلي او ٢٥نور يې ټپيان کړي دي.
د فارياب والي سيدانور سادات د تلې په ٣٠مه پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د خواجه سبز پوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسواليو کې له وسله والو طالبانو سره نښتې وکړې .
ده وويل چې تېره شپه د ٢٠٩شاهين قول اردو کومانډو ځواکونه قيصار او غورماچ ته تلل چې په لاره کې د وسله والو له بريد سره مخ شول .
د نوموړي په خبره، چې ددې بريد پرمهال ٢٠وسله وال ووژل شول او ٢٥نور ټپيان شول .
د هغه په وينا،چې په دې بريد کې د ملي اردو څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي او يو ټانک يې تخريب شوى دى.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې د وسله والو طالبانو د وژل شويو کسانو په ډله کې د مخدوم جمال د ډلې يو مشهور قوماندان هم وژل شوى او ناتاييد شوي راپورونه وايي چې په خپله مخدوم جمال هم وژل شوى .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن