ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: افغان طالبان سولې ته لیواله دي

پاکستان: افغان طالبان سولې ته لیواله دي

author avatar
21 Oct 2016 - 21:23
پاکستان: افغان طالبان سولې ته لیواله دي
author avatar
21 Oct 2016 - 21:23

کابل (پژواک، ٣٠ تله ۹۵): پاکستان په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې او په ډاګه کړې، چې افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته لیواله دي.

دا څرګندونې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د تلې په ۲۱مه، په اسلام اباد کې دیوې غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان وکیلانو، پخوانیو دولتي چارواکو، د سولې استازو او د مدني ټولنې غړو برخه اخیسته وه.

دا غونډه په اسلام اباد کې د امنیت او ثبات په اړه د څیړنیزې ادارې CRSS او په افغانستان  کې د ښځو د امنیت او خوندیتوب  ادارې RIWP  په ګډو هڅو جوړه شوې وه.

یادې غونډ ته پخپله وینا کې سرتاج عزیز وویل، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې باید اوس پر دې پوی شوي چې د افغانستان ډیری وګړي نور جګړه نه خوښوي او نه غواړي چې پخوانیو کلونو ته یو ځل بیا ولاړ شي.

د هغه په وینا، د سولې خبرو لپاره د طالبانو دراضي کولو په موخه پاکستان چې څه کولی شول، هغه یې کړي او داسې اشارې شته، چې طالبان هم د سولې خبرو اترو سره لیوالتیا لري.

سرتاج عزیز د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ دسولې د خبرو یو ځل بیا هرکلی وکړ  او په ډاګه یې کړه، چې دې تړون سره پر نورو وسله  والو ډلو هم اغیزه کیږي او هغوی هم هڅول کیږي، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې چې غربي رسنیو له تیرو څو ورځو راهیسې خبرونه ورکوي، چې په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو دا ستازو ترمنځ خبرې شوي، خو طالبانو دا راپورونه په کلکه رد کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.