کابل (پژواک، ٣٠ تله ۹۵): پاکستان په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې او په ډاګه کړې، چې افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته لیواله دي.
دا څرګندونې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د تلې په ۲۱مه، په اسلام اباد کې دیوې غونډې پر مهال کړې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان وکیلانو، پخوانیو دولتي چارواکو، د سولې استازو او د مدني ټولنې غړو برخه اخیسته وه.
دا غونډه په اسلام اباد کې د امنیت او ثبات په اړه د څیړنیزې ادارې CRSS او په افغانستان کې د ښځو د امنیت او خوندیتوب ادارې RIWP په ګډو هڅو جوړه شوې وه.
یادې غونډ ته پخپله وینا کې سرتاج عزیز وویل، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې باید اوس پر دې پوی شوي چې د افغانستان ډیری وګړي نور جګړه نه خوښوي او نه غواړي چې پخوانیو کلونو ته یو ځل بیا ولاړ شي.
د هغه په وینا، د سولې خبرو لپاره د طالبانو دراضي کولو په موخه پاکستان چې څه کولی شول، هغه یې کړي او داسې اشارې شته، چې طالبان هم د سولې خبرو اترو سره لیوالتیا لري.
سرتاج عزیز د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ دسولې د خبرو یو ځل بیا هرکلی وکړ او په ډاګه یې کړه، چې دې تړون سره پر نورو وسله والو ډلو هم اغیزه کیږي او هغوی هم هڅول کیږي، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
دا په داسې حال کې چې غربي رسنیو له تیرو څو ورځو راهیسې خبرونه ورکوي، چې په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو دا ستازو ترمنځ خبرې شوي، خو طالبانو دا راپورونه په کلکه رد کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن