کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه، ٩٥): وسله والو طالبانو ومنله چې پر ځينو موضوعاتو د خبرو اترو لپاره يې يو پلاوى اسلام اباد ته لېږلى دى.
تر دې مخکې د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې د ځينو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې د طالبانو درې کسيز پلاوى د سولې د وروستيو هلو ځلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللى دى.
سرچينې زياته کړې وه چې په دې پلاوي کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د طالبانو سفير مولوي شهاب الدين دلاور، پخوانى وزير ملا جان محمد مدني او د هغه مهال د طالبانو د پوهنې مرستيال وزير ملا عبدالسلام شامل دي.
يادې ورځپاڼې ادعا کړې وه چې طالب پلاوى پاکستانيو پوځي چارواکو ته له افغان حکومت سره په قطر کې د سولې د وروستيو خبرو اترو په اړه معلومات ورکوي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد پلاوى د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللى دى.
هغه د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلاوى به له پاکستانيو چارواکو سره د کډوالو د نيولو او ځورولو په اړه خبرې وکړي.
د مجاهد په وينا، په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د يو شمېر ښوونځيو او مدرسو د تړلو خبردارى ورکړل شوى، د دوى د سياسي دفتر پلاوى به په دې اړه هم خبرې اترې وکړي.
نوموړي زياته کړه : (( اسلام اباد ته د دې پلاوي تګ د پخوانيو عادي سياسي سفرونو د دوام يوه لړۍ ده چې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته ترسره شوي دي.))
د طالبانو وياند وايي چې پاکستان ته د تللي پلاوي د سفر په اجنډا کې بله موضوع نشته، کوم شی چې په رسنيو کې اورېدل کېږي چې دا به د مذاکراتو او نورو سياسي مسايلو په اړه وي، دوى يې ردوي او هېڅ حقيقت نه لري.
بريتانوۍ ورځپاڼې (ګارډين) څو ورځې مخکې راپور ورکړى و چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغان حکومت او طالبانو د کويټې شورا د پلاوي ترمنځ په قطر کې د طالبانو په سياسي دفتر کې دوه ځلې د سولې په اړه خبرې اترې شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو کې د افغانستان د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د ورور ملا منان اخوند چې د کويټې شورا غړى هم دى، ګډون کړى دى.
طالبانو ته يادې نږدې سرچينې دغه راز زياته کړې چې د قطر په وروستيو خبرو کې امريکايي ديپلومات هم برخه اخيستې وه او له طالبانو سره يې نېغ په نېغه خبرې هم کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن