ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو پر ناوې د ځانمرګي بريد ويډيو د هوايي کمرې په وسيلې اخيستې

طالبانو پر ناوې د ځانمرګي بريد ويډيو د هوايي کمرې په وسيلې اخيستې

author avatar
22 Oct 2016 - 18:31
طالبانو پر ناوې د ځانمرګي بريد ويډيو د هوايي کمرې په وسيلې اخيستې
author avatar
22 Oct 2016 - 18:31

لښکرګاه (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه، ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د بهرنيو استخباراتو په مرسته د هلمند پر ناوې ولسوالۍ د بريد ويډيو له هوايي کمرې اخيستې ده.

د هلمند ولايت مقام لخوا د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ډېرو سيمو کې تر ځپل کېدو وروسته وسله وال طالبان اوس هڅه کوي  چې د بهرنيو استخباراتو په مرسته تبليغاتي هڅې پيل کړي  .

په خبرپاڼه کې راغلي : (( د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو « وسله والو طالبانو» د هلمند د ناوې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د ځانمرګي بريد يو تازه ويډيو خپره کړې، چې د هوا له لارې ثبت شوې ده.))

د سرچينې په وينا، طالبانو ادعا کړې چې دا ويډيو يې د « ډرون تکنالوجۍ» پر مټ اخيستې او په ټولنيزو رسنيو کې هم ددې ويډيو په اړه خلکو ته پوښتنې راپيدا شوي، چې طالبانو بې پيلوټه الوتکه له کومه کړه؟

د هلمند ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، بايد وويل شي چې دا «Quadcopter» يا الوتونکې کمره د ريموټ پواسطه کنټرولېږي، چې د لوبو ميدانونو ، پراخو غونډو ، لاريونونو او د فلمونو جوړولو کمپنۍ ورڅخه د فلمي صحنو د ثبت لپاره استفاده کوي.

سرچينې زياته کړې، دا ډل کمره طالبانو د بهرنيو استخباراتو په مرسته تر لاسه کړې او ددې لپاره يې د بريد ويډيو ترې ثبت کړې، څو يې پر مټ له بهرنيو استخباراتو امتيازات ترلاسه کړي.

وسله والو طالبانو دغه ويډيو له يوې خبرپاڼې سره خپور کړې او ويلي يې دي  چې د ډرون ټکنالوجۍ په مرسته يې اخيستې ده.

دوى زياته کړې  چې تر بريده مخکې يې د هوايي کمرې په مرسته د ناوې ولسوالۍ د ودانۍ او شاوخوا سيمو عکاسي هم کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.