فيروزکوه (پژواک د لړم لومړۍ نېټه ٩٥): د غور ولايت لسګونو اوسېدونکو د يوه محصل د قتل د غندلو ترڅنګ ګواښ کړى، که چېرې د څلورو نورو محصلينو د ازادولو لپاره ګام پورته نه شي، نو پراخ لاريونونه به وکړي.
ناپېژاندو وسله والو د وږي مياشتې په يوولسمه نېټه، د کابل-غور لويې لارې په اوږدو کې د ياد ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې پنځه محصلين هغه مهال وتښتول، چې د اختر په ورځو کې يې د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ته د تللو هوډ درلود.
وسله والو کسانو ياد پنځه محصلين د غور مرکز اړونده رقصکن مرغاب سيمې ته ولېږدول، چې د دوى له جملې يې د يوه محصل مړى د غور ولايت د شاتيغ علمين کوتل کې وموندل شو.
په هغې اعتراضي غونډه کې چې نن د غور په فيروزکوه ښار کې ترسره شوه، د ياد ولايت د ولايتي شورا او مدني بنسټونو استازو، استادانو او محصلينو د يوه محصل وژلو د غندلو ترڅنګ، د پاتې څلورو محصلينو پر ازادېدو ټينګار وکړ.
د غور د ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان هم دغه عمل په سختو ټکو وغانده او د ملکيانو په ځانګړي ډول محصلينو وژنه يې يو انساني او اسلامي ضد عمل وباله او له مرکزي دولت يې غوښتنه وکړه، څو د يادو جنايتکارانو لاسونه چې له امله يې له کلونو راهيسې خلک قرباني شوي؛ لنډ کړي.
د غور د ولايتي شورا بل غړي عبدالحميد ناطقي وويل، له کله راهيسې چې ياد محصلين تښتول شوي، نو د خلکو په منځګړيتوب ډېره هڅه وشوه، څو ياد محصلين د وسله والو له منګولو راخلاص کړي، خو کومه پايله يې نه درلوده، چې دوه ورځې وړاندې يې د يادو محصلينو له جملې د محمد رحيم مړى، چې د باميانو د يکاولنګ اوسېدونکى دى؛ د شاتيغ غلمين په کوتل کې موندل شوى دى.
نوموړي پر سيمه ييز دولت نيوکه وکړه او ويې ويل، يادې وسله والې ډلې د کابل-غور لارې په اوږدو د دولتيار ولسوالۍ پر سړک ځينې ملکي کسان وژلي، خو سيمه ييز حکومت تر اوسه پورې يادې موضوع ته پاملرنه نه ده کړې.
د غور د ولايتي شورا ياد غړي ګواښ وکړ، که چېرې څلور نور محصلين ازاد نه شي او د ياد جنايت د عاملينو پر وړاندې ګام پورته نه شي، نو پر پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
د غور د لوړو زده کړو موسسې استاد عبدالقيوم شاداب وويل، دولت تر اوسه پورې د لوړو زده کړو موسسو امنيت ته په ځانګړي ډول د لارې د امنيت په اړه پوره پام نه دى کړى او له دولت غواړي، څو د پاتې څلورو محصلينو د ازادېدو لپاره ژر تر ژره ګامونه پورته کړي؛ له هغه پرته به دوى له لاسه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن