ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر سوداګرو د لوګر له پوهنې رياست سره مرسته کړې

author avatar
22 Oct 2016 - 16:53
author avatar
22 Oct 2016 - 16:53

پل علم(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه۹۵): په لوګر کې د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې بهير د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه يو شمېر سوداګرو له دې رياست سره د څه باندې اووه ميليونو افغانيو مرسته کړې ده.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان ښوونيز کال په سر کې د پوهنې له بهير سره د مرستې په موخه يو صندوق جوړ شو.

هغه وايي چې له دې صندوق سره تر اوسه يو شمېر سوداګرو او شتمنو خلکو څه باندې اووه ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

ده وويل چې دغه مرستې له بېلابېلو لارو د پوهنې بهير د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې يو شتمن کس د دوه نيم ميليونه افغانيو په لګښت د کانکور ازموينې د چمتوالي لپاره په ٢٥ ښوونځيو کورسونه جوړ کړي دي.

هغه وايي چې دغه کورسونه د شپږ مياشتو لپاره دي او همدا اوس هم جريان لري.

د عرب د معلوماتو له مخې، د يادو مرستو په مټ په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې د ١٥ ښوونځيو لپاره لومړي اړين توکي هم اخيستل شوي دي.

هغه وايي چې دغه مرستې د يو منظم پلان له مخې په شفاف ډول لګول کيږي او هېڅ ډول درغلي په کې نشته دى.

د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو لېسې د نهم تولګي زده کوونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځي د څښاک اوبه نه درلودې او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

خو دى وايي: (( هر شاګرد به له کور  څخه اوبه راوړلې خو يوه مياشت کيږي چې زموږ دغه مشکل حل شوى دى.))

د عبيدالله د معلوماتو له مخې، د دوى د ښوونځي لپاره د اوبو سيستم د يو شتمن کس په مالي مرسته جوړ شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې حکومت له مالي پلوه په بهرنيو مرستو ولاړ دى، نو نه شي کولى چې ټولو برخو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.