ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: لښکرګاه کې ٢٢ طالبان وژل شوي

چارواکي: لښکرګاه کې ٢٢ طالبان وژل شوي

author avatar
22 Oct 2016 - 15:21
چارواکي: لښکرګاه کې ٢٢ طالبان وژل شوي
author avatar
22 Oct 2016 - 15:21

لښکرګاه(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د لښکرګاه ښار په دويمه امنيتي حوزه کې ٢٢ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي، خو طالبان دا ادعا  ردوى.

په دې وروستيو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په دويمې، درېيمې او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوامداره جګړې روانې دي.

د لښکرګاه ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د جګړې مشر او د هلمند د ملي امنيت رياست مرستيال ډګروال مير حمزه د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه شپو راهيسې امنيتي ځواکونو پر طالبانو يرغليز بريدونه پيل کړي دي.

هغه وويل چې په دې سيمه کې امنيتي ځواکونو درې کيلومتره پرمختګ کړى، چې په ترڅ کې ٢٢ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور تپيان دي.

ميرحمزه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه يو د ملي اردو او يو د ملي امنيت سرتېري د ماين په چاودنه کې ټپيان شوي دي.

په همدې سيمه کې د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلي خان پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو له دې سيمې څخه طالبان په شاه تمبولي دي.

هغه وايي: (( مخکې طالبان د بېټون په سيمه کې وو خو اوس د ګډور پر لوري مو په شاه تمبولي دي.))

ده وويل چې دغه يرغليز بريدونه به تر هغه روان وي ترڅو امنيتي حالات د پخوا په څېر شي.

دغه راز په دې سيمه کې د ضربتي ځواکونو قوماندان تورن شکرالله پژواک ته وويل چې دوى د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کوي او هغوى ته اجازه نه ورکوي چې لښکرګاه ښار ته داخل شي.

هغه وويل: (( موږ پوره امکانات لرو او د ټولو ځواکونو ترمنځ همغږي هم شته ، نور به طالبان ونه شي کولى چې ښار ته ننوځي او د خلکو ژوند نا ارامه کړي.))

وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو په بېټون سيمه کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.