ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش پر وړاندې د پچير پاڅونوال: حکومت راسره مرسته نه کوي

د داعش پر وړاندې د پچير پاڅونوال: حکومت راسره مرسته نه کوي

author avatar
23 Oct 2016 - 18:10
د داعش پر وړاندې د پچير پاڅونوال: حکومت راسره مرسته نه کوي
author avatar
23 Oct 2016 - 18:10

جلال اباد (پژواک ۲ لړم ۹۵): د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ ولسونه او دغلته ولسي پاڅون کوونکي وايي، په تېرو څلورو ورځو کې يې د خپلو سيمو د ساتلو لپاره له داعش ډلې سره جګړه کړې؛ خو حکومت يې لا هم لاسنيوی نه دی کړی.

دوی وايي، نارينه يې په جګړه بوخت دي او ښځې يې د جګړو له وېرې جلال اباد ښار ته لېږلي، چې د خالص فاميليو اړوند په کنډرو کې مېشت شوي دي.

د لړم مياشتې په دويمه نېټه د پژواک خبريال د پچير اګام ولسوالۍ د کوز پچير سيمې ته ورغلی، هلته چې اوس د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د جنګ لومړۍ کرښه ده او ترې هاخوا په غرو او رغو کې داعش وسله وال د دوی د ځپلو لپاره د درنو وسلو ډزې کوي.

د پچير اګام ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو يو مشر ملک تور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کالو راهيسې د خپلو سيمو ساتنه په خپله کوي، ۸ ځلې له داعش سره جنګېدلي؛ خو دا ځل د وسلو د کمښت له امله داعش ډلې سره په جګړه کې له ماتې شول.

هغه وايي، داعش وسله والو ته يې پاس پچير پريښی، چې په جګړه کې يې تر څلوېښتو عام خلک او پاڅون کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ کورونه يې هم سوځېدلي دي.

د دغې ولسوالۍ د پاس پچير سيمې اوسېدونکی نواز خان، چې داعش سره د جګړې په خاطر يې په سپينه ږيره ټوپک په اوږه کړی، وايي له داعشه ورته لا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډېر خطرناک دي.

هغه چې تېره ورځ يې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ښځې يې ښار ته کډه شوي، پژواک ته وويل: ((موږ د مياشتې ۴ لکه روپۍ مصرف کړې، سيمې مو ساتلي؛ خو نن چې راباندې داعش راغلل، د بهرنيانو د بمبارۍ لاندې هم راغلي يو، موږ د دولت د توجه غوښتنه کوو.))

دغه راز يو بل قومي مشر او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزت الله وايي، چې له داعش سره په جګړه کې شاوخوا ۴۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي او ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

دی وايي، لا هم د مېرمنو په ګډون د ګڼ شمېر مړو جسدونه د جګړې په سيمه کې دي او دوی وس نه لري، چې خپل مړي له سيمې را بهر کړي.

د پاس پچير اوسېدونکي او د پچير لېسې مدير محمد مير پژواک ته وويل، چې د داعش د سختو بريدونو له امله د پاس پچېر خط مات شوی او اوس ورته دوی تازه په تازه په کوز پچير سيمه کې خط جوړ کړی دی.

هغه وايي، امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي، خو لا تر اوسه يې عمليات نه دي پيل کړي.

۲۸ کلن ځوان فاروق مازيګر وايي، د داعش ظلمونو دې ته مجبور کړی، چې ټوپک راواخلي او د خپلې سيمې ساتنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.