ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا خلک د الوبخارا له حاصلاتو او بازاره خوښ دي

د کاپیسا خلک د الوبخارا له حاصلاتو او بازاره خوښ دي

author avatar
23 Oct 2016 - 13:29
د کاپیسا خلک د الوبخارا له حاصلاتو او بازاره خوښ دي
author avatar
23 Oct 2016 - 13:29

محمودراقي (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ ځیني خلک وايي ، د تېر کال په پرتله په نوموړې ولسوالۍ کې د الوبخار بيه څو برابره لوړه شوې او اوسمهال په لوړه بيه پلورل کېږي.

د دوی په وینا، تېر کال د یادې مېوې بيه ټیټه وه چې ګڼو خلکو خپل باغونه و ايستل، خو اوسمهال د الوبخارا بيې لوړېدو بڼوالو ته ډېره ګټه رسولې ده.

د تګاب د سينزيو سيمې اوسېدونکي خيرالله پژواک اژانس ته وويل: «تېر کال د يو من (اوه کيلو) الوبخار بيه ۵۰۰ کلدارې وه، خو اوسمهال ۱۶ يا ۱۷ سوه کلدارو ته لوړه شوې ده.))

د هغه په وينا، بڼوال دې ته اندېښمن وو چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو خرابوالي له امله به په حاصلاتو کې ګټه ونه کړي، خو سږ کال يې ګټه څو برابره زياته وه.

د يادې ولسوالۍ بل بڼوال حاجي لطف الله وايي چې تېر کال يې باغ پنځه منه الوبخارا حاصلات درلودل، سخت تاوان يې وکړ، خو سږ کال يې همدا باغ تر ٨٠ منو پورې حاصلات ورکړي دي.

دى وايي چې سږ کال يې الوبخارا په ١٤٠زره کلدارو خرڅه کړي او څو برابره زياته ګټه يې ترلاسه کړې ده.

د لطف الله په وينا، الوبخارا يې تر نورو حاصلاتو زياته ګټه کړې ده.

د دغه ولايت بڼوال وايي چې په پخوا به سوداګر پسې ګرځېدل، څو الوبخارا يې وپېري، خو زياتوي چې سږ کال سوداګر د بڼوالو کورونو پسې ګرځېدل او په زاريو يې ترې اخيستل.

حاجي لطف الله وايي چې په پېښور کې مېشت د الوبخار سوداګر د دغه ځاى له ځايي سوداګرو سره اړيکې نيسي او د الوبخارا د بيو او حاصلاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

د ضياءالله په نوم د الوبخارا و يوه سوداګر پژواک اژانس ته وويل چې دوى یې له بڼوالو اخلي، بيا یې لومړى جلال اباد او له هغه ځايه پېښور ته يې لېږدوي.

هغه زياتوي چې سږ کال د الوبخارا حاصلات ښه دي، چې لا امله يې بيې لوړې شوې دي او په پېښور کې يې سوداګر هم په ډېرې لېوالتيا سره اخلي.

د کاپيسا ولايت کروندګر او بڼوال له حکومت څخه غواړي چې دوى ته د تازه مېوو او نورو حاصلاتو لپاره ښه بازار او مارکېـټونه پيدا کړي، نو د دوى اقتصاد به ورسره ښه شي.

دوى زياتوي چې که حکومت ورته سړې خونې جوړې کړي، نو دوى د خپلو حاصلاتو په ساتلو سره کولى شي، په راتلونکو مياشتو کې په نورې ښې بيې خرڅې کړي.

د کاپيسا د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالوهاب نسيمي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته، ځکه هلته ډېر کار نه دى شوى.

خو هغه پژواک ته وويل چې د ولايت په مرکز کې د انګورو او میمزو د ساتلو لپاره يو څه کار شوى دى.

د يادونې ده، تګاب د کاپيسا سوطلي ولسوالۍ ده چې خواږه بې دانه انار او الوبخارا يې مشهورې مېوې دي چې بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.