ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: په فساد کې ښکېل چارواکي له ګرېوان ونيسئ او خپل حق ورڅخه وغواړئ

د کندهار والي: په فساد کې ښکېل چارواکي له ګرېوان ونيسئ او خپل حق ورڅخه وغواړئ

author avatar
23 Oct 2016 - 17:42
د کندهار والي: په فساد کې ښکېل چارواکي له ګرېوان ونيسئ او خپل حق ورڅخه وغواړئ
author avatar
23 Oct 2016 - 17:42

کندهار (پژواک ٢ لړم ٩٥): د کندهار والي وايي، خلک کولاى شي په فساد کې ښکېل چارواکي له ګرېوان ونيسي او خپل حق ورڅخه وغواړي.

نوموړي دغه څرګندونې ډنډ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د ليدنې پر مهال وکړې.

له والي سره په دې سفر کې د پوهنې، روغتيا او کرنې رييسانو ملتيا کوله.

والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د ډنډ ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه وکړه، چې د خپلې ولسوالۍ د امنيت په خونديتوب کې يې مرسته کړې ده.

هغه خلکو ته په خپله وينا کې وويل: ((ولسوال او نور ټول مامورين ستاسې خدمتګاران دي، نه بادران، ولسوال مکلف دى چې دروازه يې د خلکو پر مخ پرانيستې وي، د هغوى ستونزې واوري او د حل لپاره يې اقدام وکړي.))

ده زياته کړه، د خلکو هغه ستونزې چې په ولسوالۍ کې نه شي هوارېدلى، کولى شي ولايت مقام ته په ازادانه توګه مراجعه وکړي.

والي يادونه وکړه، خلک حق لري چې په فساد اخته چارواکي له ګرېوان څخه ونيسي او خپل حق ورڅخه وغواړي.

والي دا هم وويل چې د ډنډ ولسوالۍ د رسمي کولو لپاره يې هڅې پيل کړي او ډېر ژر به دغه ولسوالي رسمي تشکيل ولري.

نوموړي د ډنډ ولسوالۍ له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د ميثاق شهروندي پروګرام به لومړى په ډنډ ولسوالۍ کې پلى کېږي، ټولې پروژې به په سمه توګه پلي کېږي او د دې ولسوالۍ ځوانان به په کې په دندو ګومارل کېږي، څو دغلته د بې کارۍ کچه کمه شي.

ده زياته کړه چې د پوهنې رياست يو پلاوى به ډېر ژر دې ولسوالۍ ته ولېږي، څو دغلته د زده کړې بهير وارزوي او په کومو برخو کې چې ستونزې وي، د حل لپاره به يې اقدام وشي.

عزيزي په ډنډ ولسوالۍ کې د کرنې پر ودې هم خبرې وکړې او ويې ويل، د اوبو کمښت په ټول کندهار کې د کروندګرو او باغ لرونکو بنسټيزه ستونزه ده.

خو ده وويل چې دوې اونۍ مخکې يې په ولسي جرګه کې د کندهار له استازو سره ولايتي ستراتيژيک پلان شريک کړ او له هغوى يې وغوښتل چې د دهلې بند د دويم فاز- چې د اته متره په اندازه يې د دېوالونو لوړول، د رسوباتو وېستل او نور په کې شامل دي- د کارونو د پيلولو په برخه کې مرسته وکړي، څو دغلته د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.