ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو اترو خبر نه يم

عبدالله: قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو اترو خبر نه يم

author avatar
23 Oct 2016 - 18:17
عبدالله: قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو اترو خبر نه يم
author avatar
23 Oct 2016 - 18:17

کابل (پژواک،٢ لړم ٩٥): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام اباد ته د طالبانو پلاوي سفر په غبرګون کې وويل چې پاکستان ته د طالبانو سفر کې خير نشته؛ ځکه د طالبانو ټول فعاليتونه په پاکستان کې ترسره کېږي او پرله پسې ياد هېواد ته تګ راتګ کوي.

نوموړى چې له سعودي عربستان څخه له خپل درې ورځني سفر څخه راستون او نن خبري غونډه کې څرګند شو، سعودي ته يې خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ويې ويل چې دې سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکو، له تروريزم سره مبارزه، افغانستان  او سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت په تړاو خبرې  وشوې.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه چې ياد سفر کې په افغانستان کې د پانګونې، سوداګريزې راکړې ورکړې، د پوهنې په برخه کې پانګونې او مرسته او سعودي عربستان کې د افغان کډوالو ستونزه او د پوهنې په برخه کې د همکاري څو هوکړه ليکونو د لاسليک په اړه هم د سعودي له چارواکو سره بحثونه وشول.

ډاکټرعبدالله وويل چې سعودي عربستان ژمنه وکړه چې افغانستان کې به پانګونه زياته کړي، د دواړو هېوادونو تر منځ  سوداګريزې راکړې ورکړې ته لار هواره کړي، د پوهنې په برخه کې به د بورسونو شمېر لوړ کړي، سعودې کې د افغان کډوالو شتون او افغانانو ته د افغاني پاسپورټونو ورکولو ستونزه هواره کړي.

ډاکټر عبدالله د افغانستان سولې بهير کې د سعودي عربستان نقش په اړه وويل چې سعودي د افغانستان سولې په بهير کې اغېزناک واقع کېداى شي او عربستان اعلان کړى، چې د افغانستان حکومت په غوښتنه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې همکارۍ ته چمتو دى.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د طالبانو پلاوي سفر په اړه د حکومت نظر څه دى؟ وويل چې پاکستان ته د طالبانو سفر په اړه خبر نه دى؛ هغوى هلته دي، ځي راځي او اوسېږي او ټول فعاليتونه يې له هغه ځاى څخه ترسره کېږي، نو دا يو خبر نه دى چې په اړه يې تبصره وشي، ټول پوهېږي چې د طالبانو ډېر مشران پاکستان کې دي.

نوموړي په داسې حال کې چې د دولت او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په اړه بې خبري وښوده، خو ويې ويل چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو خپل نيت اعلان کړى دى، خو څرګنده شوې نه ده چې چېرته او څرنګه له طالبانو سره مذاکرات وشي؛ خو دولت تل خبرو ته چمتو دى.

د حکومت اجرايي مشر په دې اړه چې ولې د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه خبره نه ده؟ وويل: "هر ډول خبرې اترې چې په دې اړه وشي، موږ او د سولې عالي شورا پرې خبر يو او کومه پرېکړه چې کېږي، د سولې عالي شورا په کې مرکزي رول لري."

دا په داسې حال کې ده چې انګرېزۍ ګارډين ورځپاڼې په دې وروستيو کې د طالبانو چارواکو له قوله ويلي، چې د طالبانو قطر دفتر درې کسيز پلاوي پاکستان ته سفر کړى او له افغان حکومت سره د وروستيو خبرو اترو راپور يې له پاکستاني مقاماتو سره شريک کړى دى.

ګارډين، تېره اونۍ هم په يوه راپور کې ليکلي و چې د افغان حکومت او طالبانو کويټې شورا پلاوي ترمنځ تېرو څو مياشتو کې دوه ځله د سولې خبرې اترې د طالبانو سياسى دفتر قطر کې ترسره شوي دي چې يادو مذاکراتو کې د افغانستان ملي امنيت مشر معصوم ستانکزي او  د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر  ورور ملا منان اخند چې د کوېټې شورا غړيتوب هم لري، ګډون کړى و.

خو طالبانو ويلي چې ياد پلاوي، د افغان کډوالو ستونزو هوارۍ په موخه اسلام اباد ته سفر کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.