ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د ګردېز- زرمت دویم سړک دې جوړ شي

لاریون کوونکي: د ګردېز- زرمت دویم سړک دې جوړ شي

author avatar
23 Oct 2016 - 15:33
لاریون کوونکي: د ګردېز- زرمت دویم سړک دې جوړ شي
author avatar
23 Oct 2016 - 15:33

ګردېز (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د زرمت ولسوالۍ سلګونو خلکو د يو لاريون په ترڅ کې د ګردېز- زرمت د دويم سړک د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په دغه لاريون کې چې د زرمت ولسوالۍ څه باندې درې سوه اوسېدونکو برخه اخيستې وه، سهار ٩ بجې پيل او نږدې درې ساعته يې دوام وکړ.

دغه لاريون د ګردېز ښار د خوست پله په سيمه کې ترسره شو.

يوه لاريون کوونکي رقم شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه لاريون څخه اساسي موخه د ګردېز- زرمت د دويم سړک جوړول دي.

هغه وويل چې دغه سړک بايد څو کاله د مخه جوړ شوی وای خو د نامعلومو دلايلو له مخې يې چارې نيمګړې پاتې دي.

ده زياته کړه: ((دغه سړک بايد له مرکز ګردېز څخه د زرمت ولسوالۍ تر روحاني بابا سيمې پورې جوړ شوي دي.))

ده وويل چې دغه سړک ټول شل کيلومتره دى خو زرګونه کورنۍ يې په اوږدو کې پرتې دي.

دغه راز يوه بل لاريون کوونکي شاه مقصود هم د نوموړي د خبرو په تاييد وويل که چېرې ډېر ژر د دغه سړک د جوړېدو په برخه کې مثبت خبر ترلاسه نه کړي نو دوی به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

نوموړی وايي: ((موږ د بل چا حق نه غواړو، دغه سړک چې تيار منظور شوی هم دی، د جوړېدو غوښتنه يې کوو.))

دی وايي چې د دغه سړک د جوړېدو لپاره خلکو خپل کورونه او باغونه هم ويجاړ کړي، خو تر اوسه يې د جوړېدو چارې نه دې پيل شوې.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې د يادې پروژې تر څنګ يو شمېر نورې پروژې هم د بوديجې د نه شتون له امله پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.