کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د يوناما د يوه تازه تحقيق موندنې ښيي چې د اوبو قانون او اداري جوړښتونو کې د تشې موجوديت ډېرى خلک د اوبو استفادې پرمهال د ستونزو حل لپاره د اوبو تنظيموونکي (ميرآب) ته د مراجعې لپاره اړ کړي دي.
هغه خبرپاڼه چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه دفتر (يوناما) له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې دا څېړنه د دې دفتر د قانون ټينګښت څانګې له لوري په ٢٠١٥ کال کې ترسره شوې ده.
د ياد راپور موندنې دا په ګوته کوي چې د افغانستان د کرنې پراختيا لپاره چې د جګړو له امله يې ټول جوړښتونه له منځه تللي او وچکاليو سخت ځپلى دى، اوبو ته تقاضا ډېره شوې ده ، ډېرى ځل د اوبو حق پر سر سخت اختلافات رامنځ ته کېږي.
دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان کليوالې سيمې تر ډېره اوبيزو سرچينو سره چې ددوى د کرنيزو توکو او څاريو لپاره خورا مهمه دي، تړلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر تاداميچى ياماموتو ويلي، څرنګه چې دا راپور په څرګند ډول په ډاګه کوي، کومې پېښې چې د اوبو حق سره تړاو لري، خورا زياتې دي او په سوله ييز ډول د دې ستونزو هوارى حياتي ارزښت لري.
دا څېړنه په ګوته کوي چې افغانستان کې د اوبو ستونزو حل لپاره له رسمي او غير رسمي لارو او په دوديز ډول د اوبو تنظيموونکو (ميرآبانو) د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن