ښرنه (پژواک، ٣ لړم ٩٥): په پکتيکا کې د مدني ټولنې ځيني غړي وايي چې د خيالي پوليسو شتون په دغه ولايت کې امنيتي حالات ورځ تر بلې ترينګلي کړي خو چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ مدني فعال زلمي خروټي د لړم په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په پوځي ليکو کې خيالي پوليس دندې ترسره کوي چې له امله يې امنيتي وضعيت ترينګلى شوى دى.
هغه وايي: ((خيالي پوليسو د شته پوليسو روحيه هم ضعيفه کړې ده.))
نوموړي زياته کړه چې د خيالي پوليسو د موجوديت له امله وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړی چې دا به په راتلونکي کې بدې پايلې ولري.
دغه راز په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د مدني ټولنې غړي برات څاروان هم وويل چې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو ليکو کې ډېر يې خيالي پوليس دي.
ده وويل: ((ډېر کسان دي چې نومونه شته دي خو خپله نشته او معاشونه بيا اخلي.))
هغه د کومې شمېرې له وړاندې کولو پرته وويل: ((ما ډېر داسې پوليس ليدلي چې يوه ورځ يې هم د پوليسو ليکې نه دې ليدلې خو عاش ته ښه تيار ناست دي.))
دغه راز په پکتيکا کې د مدني ټولنو مشر خورشيد امان کټوازي بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ځکه امنيتي ستونزې ډېرې شوې چې ځواکونه يې په نورو سيمو کې د امنيت په ټينګښت بوخت دي.
هغه زياته کړه: ((د عامه نظم يو کنډک په ميدان ښار کې دى د پکتيکا د ملي اردو يو شمېر سرتېري په کندوز کې جنګېږي نو که دا ټول را وغوښتل شي، امنيت به ښه شي.))
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د پوليسو په ليکو کې خيالي پوليس شتون نه لري.
هغه وايي: ((دا يواځې تبليغات دي، موږ اوس پوليسو ته د بانک له لارې معاش ورکوو او خيالي پوليس نه شي کولاى چې له بانک څخه معاش ترلاسه کړي.))
دغه راز قوماندان وويل چې د اومنې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره هم پلان جوړ شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن