ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وروستيو جګړو له امله د اروزګان لسګونه ښوونځي تړل شوي

د وروستيو جګړو له امله د اروزګان لسګونه ښوونځي تړل شوي

author avatar
24 Oct 2016 - 16:17
د وروستيو جګړو له امله د اروزګان لسګونه ښوونځي تړل شوي
author avatar
24 Oct 2016 - 16:17

ترينکوټ (پژواک، ٣ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې د وروستيو جګړو له امله لسګونه ښوونځي تړل شوي دي.

دغه ښوونځي وروسته له هغه تړل شوي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار او يو شمېر ولسواليو کې جګړې روانې دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونه ښوونځي د مرکز ترينکوټ، چورې او ګيزاب په ولسواليو کې له تېرو نږدې دوو مياشتو راهيسې تړل شوي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د هغه په وينا، تر څو پورې چې په يادو سيمو کې امنيت نه وي ټینګ شوى، امکان نه لري چې ياد ښوونځي بيا ځلې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

له بلې خوا د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر بيا وايي چې د تړل شوو ښوونځيو شمېر له  ۳۵ څخه تر ۴۰  پورې دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دا ښوونځي چې ډېرى يې په ترينکوټ ښار کې په موقت ډول تړل شوي دي، ډېر ژر به د امنيت تر ټينګښت وروسته فعال شي.

ناشر په چورې او ګيزاب ولسواليو کې د ښوونځيو تړل نه مني او وايي، کله کله په جنګي سيمو کې د يوې يا دوو ورځو لپاره ښوونځي تړل کېږي، خو بله ورځ بيا خلاص وي.

د پوهنې رييس وايي چې په ترينکوټ کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې ۴۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله يې تر لسو زرو ډېر هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي.

هغه وايي،  تر هغه چې په ترينکوټ کې امنيتي حالت د ډاډ وړ نه وي، دغه ښوونځي به تړلي پاتې وي.

د ولايت مقام څنګ ته د سيدالخان لېسې يوه زده کوونکي حبيب الرحمن پژواک ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې لېسه بنده ده او په ودانۍ کې يې امنيتي پوسته جوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، د لېسې د بندېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ټول ۳۱۸ ښوونځي شته چې دا مهال يې ډېری په لرو پرتو سيمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.