ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پچير اګام ولسوال د هوايي ځواک غوښتنه وکړه

د پچير اګام ولسوال د هوايي ځواک غوښتنه وکړه

author avatar
24 Oct 2016 - 15:34
د پچير اګام ولسوال د هوايي ځواک غوښتنه وکړه
author avatar
24 Oct 2016 - 15:34

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۵) : د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات پيل شوي، خو ولسوال د هوايي ځواک غوښتنه کوي.

د پچير اګام ولسوال ميرباز خان د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمليات نن سهار شاوخوا نهه بجې پيل شول، چې پرمهال يې د ملکي پاڅون کوونکو ترڅنګ ملي، سرحدي او سيمه ييز پوليس، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونو برخه اخيستې ده.

دی وايي، د نن سهار په لومړي بريد کې امنيتي ځواکونه د پاس پچير تنګي سيمې ته رسېدلي او د داعش پر ضد يې بريدونه پيل کړي دي.

د هغه په وينا، سيمه غرنۍ ده، د پلي ځواکونو وس سم نه رسيږي او بايد هوايي ځواکونه هم ور ورسيږي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره هم په رالېږل شوې خبرپاڼه کې تاييد شوې چې نن سهار د توفان ۲۰ په نوم په پچير اګام ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي.

بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي او د ولسي پاڅون کوونکو يوه قوماندان ملک عزت خان پژواک ته وويل چې عمليات پيل شوي، امنيتي ځواکونه مخکې دي او ولسي پاڅون کوونکي د ملاتړ لپاره ورپسې روان دي.

دی وايي، اوسمهال امنيتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي؛ خو که د هوايي ځواک مرسته ور سره ونه شي، ښايي چې عمليات بريالي نه شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي بيا پژواک سره په خبرو کې وويل چې عمليات پيل شوي او وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې؛ خو کره معلومات نشته.

خوږياني زياته کړه چې له مرکزه په دې برخه کې د هوايي ځواک غوښتنه شوې او تمه ده چې ډير ژر به ورسره مرسته وشي.

د يادولو ده چې د تېرې پنجشنبې ورځې په سهار پر پچيراګام ولسوالۍ داعش وسله والو بريد وکړ چې د معلوماتو له مخې د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ترڅنګ ورسره وسله وال طالبان هم جنګېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.